د لاس رسي وړ اتصالات

ځدراڼ: د اکټوبر ۲۳ مه به مې تل په زړه کې ځانګړی ځای ولري


افغانستان د اکټوبر په ۲۳ مه د کرکټ په نړیوال جام کې پاکستان ته ماتې ورکړه.
افغانستان د اکټوبر په ۲۳ مه د کرکټ په نړیوال جام کې پاکستان ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ وایي د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د اکټوبر ۲۳ مه نیټه به یې تل په زړه کې ځانګړی ځای ولري.

ښاغلي ځدراڼ شنبه نومبر ۲۵ (لیندۍ۴) پرته لدې چې د مناسبت دلیل روښانه کړي، پخپل رسمي فیسبوک پاڼې کې یې لیکلي چي هیڅکله یې د کرکت په لوبه کې دومره انرژۍ احساس نه و کړی.

هغه لیکلي، "د ۲۰۲۳ اکټوبر ۲۳ مه به تل زما په زړه کې ځانګړې وي. تر دې وړاندې هیڅکله د کرکټ په یوې لوبې کې دومره له انرژۍ ډک احساس مې نه و کړی. څومره بختور ماښام و".

د اکټوبر ۲۳ مه هماغه نیټه ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په هند کې د نړیوال جام په سیالیو کې د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا لومړی ځل و چې افغانستان په نړیوال جام کې او په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې پاکستان ته ماتې ورکړه.

پدې لوبې کې د پاکستان لوبډلې افغانستان ته د ۲۸۲ منډو هدف ورکړی و چې د لوبې په ۴۹ اور کې داسې مهال پوره شو چې د افغانستان یوازې دوه لوبغاړي سوځیدلي و.

ابراهیم ځدراڼ پدې لوبې کې په ۱۱۳ توپونو ۸۷ منډې کړې وې چې د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

ځدراڼ د غوره لوبغاړي جایزه هغو افغان کډوالو ته ډالۍ کړه چې د پاکستان حکومت پدې خاطر ایستلي چې پدې هیواد کې د پاتې کیدو قانوني اسناد یې نه درلودل.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG