د لاس رسي وړ اتصالات

د پنځو ښځو په ګډون ۶۰ تنه د مخدراتو د قاچاق په تور نیول شوي


د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، پولیسو د روان لمریز کال له عقرب میاشتې راهیسې د مخدراتو د قاچاق په تور د ۶۰ کسانو دوسیې دغه مرکز ته سپارلي دي.

د یاد مرکز د مطبوعاتو رئيس احمدخالد مؤحد امریکا غږ ته وویل، چې په نیول شوو کسانو کې پنځه ښځې، دوه دولتي کارکوونکي او یو ایرانی وګړی هم شامل دی.

هغه وویل "د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې ځانګړې څارنوالۍ عمومي ریاست، د پولیسو د تدقیق، څیړنو او لابراتوار له عمومي مدیریت څخه د مسکراتو د قاچاق او مخدراتو جرمونو اړوندې دوسیې له ترلاسه کولو وروسته د ۴۸ قضیو عدلي چارې بشپړې کړې دي".

ښاغلي مؤحد زیاته کړه، چې له دغه شمیر کسانو څخه نږدې ۶۲ کیلوګرام هیروئين، څه باندې ۵۴ کیلوګرام مورفین، ۱۱۱۲ کیلوګرام اپین، ۲۷۷۹ کیلوګرام چرس او ۱۷۹۶.۵ لیټره الکولي مشروبات نیول شوي دي.

د هغه پر وینا، په دې موده کې ۱۶۲۹۵ لیټره اوبلن او ۱۳۱۶ کیلوګرام کلک کیمیاوي مواد هم پولیسو ترلاسه کړي دي.

له دغو کیمیاوي موادو څخه د هیروئينو په جوړولو کې کار اخیستل کیږي.

د روان لمریز کال په میزان میاشت کې هم پولیسو د ۴۲ قضیو په تړاو د مخدره موادو ۵۴ قاچاقبرانو دوسیې د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارلې وې، چې په کې ۴ دولتي مامورین، ۵ ښځې او یو ایرانی وګړی شامل وو.

د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز، د هغو قاچاقبرانو د دوسیو د څیړلو صلاحیت لري، چې جرم یې دروند وي او د زیاتې اندازې مخدره موادو د قاچاق پر مهال نیول شوي وي.

XS
SM
MD
LG