د لاس رسي وړ اتصالات

څیړنې په افغان ځواکونو کې اورپکتوب په ډاکه کړ


دا څېړنه د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې شوې ده.
دا څېړنه د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې شوې ده.

د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې د ملي پولیسو په هکله یوه نوې پلټنه ښيي چې د پولیسو په لیکو کې د پولیسو له خوا په خپلو بهرنیو ملګرو بریدونه تر ډېره د شخصي انګیزو له مخې شوي دي.

د افغانستان د ستراتيژیکو مطالعاتو انستیتوت د ملي پولیسو په لیکو کې په یوولسو ولایتونو کې یوه نوې پلټنه کړې ده او ویلي يې دي چې د شنو پر زرغونو حملو شوي بریدونه تر ډېره شخصي جنبه لري.

دا پلټنه هغو اندېښنو ته چې ګواکې په امنیتي ځواکونو کې سخت دریځي شته او داسې انګیرنې شته، چې ګواکې په افغان امنیتي ځواکونو ته سخت دریځو لاره پیدا کړې او د خپل منځي بریدونو لامل شوي، د دندې په ترسره کولو کې کمزورۍ، د خدمت پرېښودل او یرغمل نیونې په څیر اندیښنو ته ځواب ویل شوی دی.

په دغه پلټنه کې ویل شوي چې له ۲۰۰۸ میلادي کال راهېسې پولیسو په لیکو کې ۹۲ پېښې د شنو پر زرغونو پیښې شوي، چې په کې افغان امنیتي ځواکونو په بهرنیو ځواکونو د خپلو ټوپکو خولې سپکې کړي دي.

د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو انستیتوت چې دا تحقیق د ۱۴۹۸ نظامي پرسونلو، د ۱۵۱ افسرانو او ۸ نظامي مشرانو د مرکو په اساس په یوولسو ولایتونو بلخ، بامیان، غور، هلمند، هرات، کابل، کندهار، کندز، ننګرهار، پکتیا او پکتیکا کې شوی دی، ویل شوي دي، چې په زرغونو د شنو بریدونه د شخصي انګیزونو له مخې شوي دي.

په دغو انګیزو کې تر ډېره شخصي ناخوښۍ او ځاني باورونه ددغو بریدونو سبب شوي دي ، خو دا پلټنه وایي چې دا ډول بریدونه ټولیزه انګیزه نه لري.

په دغه تحقیق کې د افغانستان د جګړې په عواملو هم خبرې شوي او له څلورو نه یوه مرکه کوونکي پلټنو ته ویلي، چې د افغانستان د جنګ اصلي لامل قومي بڼه لري.

تحقیق وړاندې وايي، په امنیتي ځواکونو کې د سیمه ایزو رهبرانو ملاتړ د تبعیض او قومپالنې رېښه لري او دا ددې لامل شوي چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکوکې تاوتریخوالی رامنځته شي او یا هم هغوی دندې پرېښودلو ته اړ شي.

تحقیق دا هم ویلي، چې د طالبانو محلي استازي چې د امنیتي ځواکونو د کورنیو له غړو سره پېژندګلوي لري، تل د خپلې ډلې غړي له دې پېژندګلوۍ نه په ګټې اخېستنې د اوسېدو ځای ته لېږدوي.

په پولیسو کې د ښځو حقونه

تحقیق کې پنځوس په سلو کې مرکه کوونکو ورته ویلي، چې د ښځو او بشري حقونو په تړاوو نړیوال کنوانسیونونه د اسلام له ارزښتونو سره اړخ نه لګوي، پدغو کې ډیري مرکه کوونکي د کندز او کندهار وو.

د ښځو د حقوقو په تړاوو په تحقیق کې له اتیا فیصدو نه زیاتو مرکه کوونکو په کندهار کې ورته ویلي، چې د اسلامي قوانینو، د افغاني کلتور او سنتونو ته د بې احترامۍ له امله ښځې دې له فزیکي توبیخ سره مخې شي.

پدغه تحقیق کې یو لړ وړاندیزونه هم شوي دي او د پولیسو په لیکو کې د څارنې او د ښوونیزو پرورګرامونو په دایرولو سره یې ویلي، چې ستونزې تر یوه حده اوارولی شي

XS
SM
MD
LG