د لاس رسي وړ اتصالات

د فساد له ویرې د لسګونو زرو افغان پولیسو معاشونه ندي ورکړل شوي


افغان ملي پولیس
افغان ملي پولیس

د افغانستان د حکومت مقاماتو ویلي چې د څو میاشتو راهیسې د شاوخوا د ٣٠ زرو پولیسو معاشونه یې ندي ورکړل شوي.

د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپانه د پنجشنبې د ورځې په راپور کې ویلي چې شاوخوا دیرش زره هغه افغان پولیس، چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د جګړې په لیکو کې جنګیږي د میاشتو راهیسې یې خپل معاشونه نه دی، اخیستي.

اکثره افغان پولیس او د ملي اردو سرتیري د دوو سوو او دوه نیم سوو ډالرو په شاوخواکې تنخوا اخلي. نیویارک ټایمز ورځپانې ویلي، چې پر وخت د معاشونو د نه ورکولو له امله په ځینو سیمو کې یو شمیر پولیسو خپلې دندې پریښي دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د رپوټ له مخې د امریکا پر مشرۍ ایتلاف چې د افغان امنیتي ځواکونو معاشونه ورکوي، له دې ویرې چې د پولیسو معاشونه د "افغانستان د حکومت فاسدو مشرانو" لاس ته ورنشي د پولیسو معاشونه یې ځنډولي دي.

په وارسا کې د ناټو په سرمشریزه کې افغانستان ته د ۲۰۱۹ کال ترپایه هرکال د څلورو ملیاردو ډالرو د برابرولو ژمنه شوې وه. د دغو پیسو ډیرې یې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا برابریږي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په لیکنه په افغانستان کې د نړیوال ایتلاف دغه اقدام د افغانستان د امنیتي قواو د یو شمیر مشرانو په وړاندې یو ډول خبرداری دی چې د خپلو کړنو حساب نه ورکوي او د "خیالي سرتیرو" معاشونه ترلاسه کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په یو شمیر ولایتونو کې پولیسو ته د معاشونو نه رسیدل تائیدوي، خو وايي، چې د معاشونو ځنډ دغه وزارت سره د نړیوالو مرسته کوونکو ادارو له خوا د معاشونو په بهیر کې د شفافیت د راوستلو له امله شوی دی.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش په دې مسله د خبرو پر وخت نن د پنجشنبې په ورځ (غبرګولی ۱۷مه) وویل، چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په رپوټ کې، چې کوم شمیر یاد شوی، دی ورسره موافق نه دی او د دغسې پولیسو شمیر، چې د څو میاشتو لپاره یې خپل معاشونه نه دي اخیستي کم دی.

ښاغلي دانش وویل، دا چې معاشونه ورکړل شوي نه دي، علت یې د معاشونو لپاره د بیومټریک په سیستم کې د پولیسو د شاملیدلو مسله ده. خو هغه زیاته کړه چې، اوس هغو پولیسو ته چې معاشونه یې نه دي اخیستي د معاشونو ورکول بیرته پیل شوي.

ښاغلي دانش وویل "د پولیسو اکثر منسوبین ثبت شوي، خو یو شمیر د دې له امله، چې په لرو پرتو ولسوالیو کې دي او پر لارو تګ راتګ خپلې ستونزې لري او د بیومټریک ټیم تراوسه هلته نه دی رسیدلی، هغوی لا په سیستم کې نه دي شامل شوي."

هغه وویل د کورنیو چارو د وزارت رهبرۍ امر کړی، چې دا معاشونه دې د یو بل کود او یوې بلې برخې څخه اجرا کړي.

د انټګریټي واچ افغانستان په نوم د افغانستان شفافیت د څار د یوې ادارې رئیس سیداکرام افضلي امریکا غږ ته وویل د فساد په مخنیوي کې د معاشونو ځنډ یو ښه اقدام ګڼي، خو وايي، دا د کورنیو چارو وزارت دنده وه، چې هغه پولیس، چې د جګړې په لومړۍ لیکه کې په جګړه بوخت دي او تراوسه یې معاشونه نه دي اخیستي باید پر وخت یې د هغوی د معاشونو غم خوړلی وای.

په افغانستان کې د ملي پولیسو شمیر شاوخوا ۱۵۰ ته رسیږي، چې د دغه شمیر سربیره شاوخوا شپږ وویشت زره سیمه ییز پولیس هم د دغه هیواد په ناامنو سیمو فعالیت کوي. خو د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش د دفتر " سیګار" د یو راپور له مخې د پولیسو او ملي اردو د ځواکونو د تشکیلاتو ته په کتو د پخوا پر تله د دغو ځواکونو په تشکیلاتو کې د سرتیرو یو څه راکم شوی دی.

XS
SM
MD
LG