د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل چې یاغیانو د افغانستان په شمال کې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی دی، ۱۳ کسه یې وژلي دي او ۱۸ کسه نور یې ټپیان کړي دي.
برید د چارشنبې په ورځ د بدخشان ولایت د وردج په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوی دی. طالبانو ددې برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې روانه اونۍ په عیني سیمه کې ۴۷ یاغیان د پولیسو په عملیات کې ووژل شول.
که څه هم د یاغیانو له خوا غټ بریدونه په داسي حال کې چې دوي د حکومتي ځواکونو پرضد خپلې جګړې ته زور ورکړی دی، کومه نوې خبره نه ده خو د بدخشان په ولایت کې د دوي بریدونه نوې خبره ده.
د بدخشان سیمه چې د هندوکش او پامیر غرونه ته څیرمه پرته ده او د چین سره سرحد لري، د افغانستان د لیرو پرتو سیمو په جمع کې راځي.
د یادونې وړ ده چې د هغه څخه وروسته چې افغان ځواکونو د ټول افغانستان د امنیت مسولیت په غاړه واخیستی، ددغه قواوو تلفات زیات شوي دي.
د ناټو په مشري ایتلافي ځواکونه هم کرار کرار خپل حضور په دغه هېواد کې کموي او د یاغیانو پر ضد په جګړه کې هم په رهبرۍ کې نه دي او مشري د افغان ځواکونو په لاس کې ده . دغه ځواکونو اوس مهال یواځي افغان ملي امنیتي ځواکونه روزي او مرسته ورسره کوي.
د ۲۰۱۴ کال په پای کې به ټول بهرني محاربوي ځواکونو د افغانستان څخه ووځي او یواځي به محدود شمیر روزنکي پاته شي.