د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وروستیو څرګندونو ته د افغان سیاسي څیرو غبرګون


د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر

د افغانستان یو شمیر سیاسي شخصیتونو د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال عاصم منیر څرګندونو ته چې ویلي دي د یو پاکستاني د ژوند خوندیتوب ورته د ټول افغانستان په پرتله مهم دی په جلا جلا غبرګونونو کې د هغه څرګندونې پارونکي او د افغانانو پر وړاندې د پاکستان د پالیسۍ برخه ګڼلې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د دغه هیواد د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د جنورۍ په ۲۴ (سلواغې څلورم) اسلام اباد کې د پوهنتون محصلینو ته په وینا کې ویلي کله چې د کوم یو پاکستاني د امنیت او خوندیتوب مسله وي نو ټول افغانستان رټل کیدای شي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس محمد معصوم ستانګزي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې دغو څرګنونو ته په غبرګون کې ویلي چې غټې او احساساتي خبرې د ضعیفو مشرانو کار وي.

همداشان محمد معصوم ستانګزي په ۲۰۱۸ کال کې جنرال منیر سره د خپلې کتنې په اړه ویلي: "ما جنرال عاصم منیر ته وویل د افغانستان پر وړاندې خپل چلند ته باید اساسی تغییر ورکړئ. هرڅوک چې په افغانستان کې پر قدرت وي، تاسو یې مخالفت کوئ، خو په یادلره که ستاسو سیاست په افغانستان کې د ناامنۍ پر دوام ولاړ وي یو ورځ به دا اور تاسو ته غځیږي."

محمد معصوم ستانکزي ویلي چې افغانان باید د جنرال منیر له څرګندونو درس واخلي چې پردی نه خپل کیږي، او "خپل مه پردی کوئ"!.

همداشان په پخواني جمهوري رژیم کې د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار او د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د پاکستان د پوځ د مشر وروستۍ څرګندونې د ناپوهۍ زیږنده او تحریک امیزه ګڼلي دي، چې د ښاغلي اتمر په وینا پایلې به یې خطرناکې اوسي.

محمد حنیف اتمر د ایکس په ټولنیزه شبکه کې دغو څرګندونو ته په یو اوږد ځواب کې د پاکستان د ملي امنیت، بهرني او داخلي سیاست کې د جنرال منیر رول ته په کتنې د هغه دا څرګندونې د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره د اندیښنې وړ بللي دي.

ښاغلي اتمر ویلي: "د پاکستان د پوځ د لوړپوړې مقام له خوا دا ډول غیر مسوولانه څرګندونې د ناپوهۍ انتها کیدلی شي. د افغانستان باعزت او عظمت لرونکي ملت ته سپکاوی به په هیڅ ډول د دوو هیوادونو ترمنځ چې د ګډو امنیتي ګواښونو سره مخ دي د دوستۍ او یا همکاري رامنځ ته کیدو سبب به نشي".

محمد حنیف اتمر ویلي چې افغانستان کې خلک به د اوسني حالت څخه ووځي او دا هیواد به چاته "سرټیټ نکړي" او د طالبانو واکمنۍ ته به هم تسلیم نشي.

د جمهوریت په دوره کې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل هم د جنرال منیر څرګندونو ته غبرکون ښودلی دی او ویلي دي چې د هغه دا څرګندونې د افغانستان په تړاو د پاکستان د اوږدې پالیسۍ یوه برخه ده.

ښاغلي نبیل د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: " د افغانستان په اړه د جنرال عاصم منیر خبرې نوې نه دي او یوازې د وینا په حد کی هم ندي؛ بلکې دا د افغانستان په اړه د پاکستان اوږده پالیسي ښيي. پاکستان تل د تاریخي دښمن په توګه د افغانستان د حکومتونو او ټولنی د بې ثباته کولو هڅې کړې دي!".

په پخواني جمهوري رژیم کې د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخیل چې په افغانستان کې اوسیږي هم دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د جنرال منیر څرګندونې د غندنې وړ دي.

امرخیل د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: "متاسفانه د هغوی د کړنو له امله د افغانستان او پاکستان خلک د اختلافاتو سربیره هر وخت قرباني ورکوي".

ښاغلي امرخیل ټینګار کړی چې افغانان په ځینو مسایلو کې په خپلو منځ کې سره اختلاف لري خو د بل پلوه د یو ملت په توګه سره دریږي".

د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ د مشر دغو څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی.

خو په ټولنیزو رسنیو کې ددغې ډلې ځینو غړو د جنرال منیر څرګندونو ته تند غبرکون ښودلی دی. د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور شوي پیغام کې د هغه څرګندونې ګستاخانه او د سپکاوي ډکې بللې دي. ملا ضعیف ویلي: "دوی که شرم لرلی د افغانو د توهین په ځای به یې خپل اهمیت خپل د ناموس په ساتلو کې ښودلی وای".

د پاکستان پوځي او ملکي لوړپوړو چارواکو په دې وروستیو میاشتو کې په پرله پسې ډول ويلي چې په په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په پاکستان کې ترهګري او ناامنۍ پیښې ډیرې زیاتې شوي دي.

دغوچارواکو ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" د وسله والې ډلې په ګډون ترهګر د افغانستان له خاورې په پاکستان کې ددغه هیواد په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

خو د طالبانو حکومت دا تورونه په کلکه رد کړي او ویلي دي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد په خلاف وکاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG