د لاس رسي وړ اتصالات

اجمل اند، شاعر، لیکوال او ژورنالیست


اجمل اند شاعر، لیکوال او ژورنالیست
اجمل اند شاعر، لیکوال او ژورنالیست

اجمل اند د پښتو ژبی نوښتگر شاعر لیکوال او ژورنالیست دی او په نظم او نثر دواړو کې چاپي اثار لري.

چې چا يې ونې، چا يې کاڼي، چا مرغان ولوټل
زمونږه ژوند هم د تالا والا سپين غر په څېر دی

"اجمل اند"

د اند په فکر شعر د عواطفو زیږنده او ښه شعر هغه شعر دی چې د شاعر د زړه نه را پورته شوی وي او د نورو خلکو زړونو ته لاره پیدا کړي.

شعر د اند له نظره
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:26 0:00

په دې هکله نورې خبرې پخپله له اجمل اند څخه اوروو:

اند په غزل لیکلو کې لوی لاس لري، یوه نمونه یې په گډه لولو:

"نظر"

ګوره کوڅه کې ببر سر ولاړ دی

ليونی بيا د يار په در ولاړ دی

ستا پرنګي او يرغلګر نظرته

پښتون زړګی لکه خیبر ولاړ دی

منګی راواخله لا نا وخته نه دی

لا خو د غرو په څوکو لمر ولاړ دی

ماته خو اوس هم لا ګلبن ښکاريږي

لاخو د وران وطن کنډر ولاړ دی

د اورنيو توپانونو وړاندې

ستي کابل مې لکه غر ولاړ دی

اجمل اند وایي د یو شعر په لیکلو کې کیدای شي یو شاعر له هر هغه څه څخه چې د هغه پر افکارو او ذهن اثر اچوي الهام واخلي او هغه د قلم په ژبه بیان کړي.

سپین شعر او په پښتو ژبه کې یې رواجیدل
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:23 0:00

دا چې سپین شعر څه ډول شعر دی، په پښتو ژبه کې کله دود شوی او له غزل سره څه توپیر لري؟ دا به پخپله له اجمل اند څخه واورو:

د اجمل اند شعرونه کلي له ښار سره نښلوي او د هغه په کلام کې حالات په ریالیستیک یا واقعي بڼه انځور شوي دي. اند د بهرنیو ژبو ځنې شعرونه هم په پښتو شعري ژبه بیان کړي دي. یو شعر یې د شیر غورځنگ په آواز دکلمه شوی چې په گډه یې اوروو:

please wait

No media source currently available

0:00 0:01:53 0:00
مستقیمه لیکه

ادبي غلا یوه بله موضوع ده چې د ښاغلي اند پام یې ځانته جلب کړی دی او دې ډول کسانو او په ځانگړې توگه ځوان نسل ته وایي چې له هغې څخه دې پرهیز وکړي او خپل استعداد دې وازمایي او یو نوی شئ دې ولیکي.

د اجمل اند یو شعر د هغه په خپل غږ کې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:32 0:00

د اند یو ښکلی شعر دده په خپل غږ کې اوروو:

د هغه د شعرونو یو څو چاپ شوې ټولگې:

د زړه پر پاڼه می انځور د گلاب

په څپو کی انځورونه

هنداری او چینی

دا ښار هغه غرونه

د اجمل اند یو شمیر شعرونه افغان سندرغاړو هم په خپلو سندرو کې ویلي دي. یوه یې هم د مشهور سندرغاړي کرن خان په آواز سندره ده.

please wait

No media source currently available

0:00 0:08:29 0:00
مستقیمه لیکه

اجمل اند چې پخپله ژورنالیست او ادیب دی، د رسنیو او په تیره بیا د ټولنیزو رسنیو په کړو وړو ښه پوهیږي. هغه د ټولنیزو رسنیو د گډونوالو کړو ته په انتقادي نظر گوري او هغوی ته داسې پیغام لري:

د ټولنیزو رسنیو گډونوالو ته د اند پیغام:
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00

XS
SM
MD
LG