د لاس رسي وړ اتصالات

غني: زما د سولې تګلاره د ډاکتر نجیب د سولې له تګلارې سره توپیر لري


جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي چې د اختر دمخه او د اختر په ورځو کې د افغانستان د حکومت او د طالبانو له اوربند وروسته د هیواد وضعیت کې بنسټیز بدلون راغلی دی.

ښاغلي غني د ازادۍ رادیو سره په ځانگړې مرکه کې وویل چې شاوخوا " ٣٣ زره طالبان له اوربند نه دمخه په جگړه کې وو ښارونو ته راغلل، د خدای په فضل او ددې ستر ولس په برکت یوه حادثه هم ونشوه." د ښاغلي غني په وینا دې وضعیت وښودل چې هغوی او خلک له جگړې ستړي شوي دي.

د ښاغلي غني په اند اوس په هیواد کې د سولې لپاره شرایط بهتر شوي دي - ملي اجماع موجوده ده - طالبانو وښودل چې له جنگ نه ستړي دي – تر ډیره سیمه ییزه اجماع راغلې - د اسلامي نړۍ اجماع شته او د هغه په وینا سولې ته بین المللي شرایط اماده شوي دي.

نوموړي په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د دیني عالمانو د نړیوال کنفرانساو د افغان دیني عالمانو فتوا ته په اشارې چې د افغانستان جگړه یې ناروا وبله ویلي دي که لږ شمیر طالبان فکر کوي چې اوس هم "یو ذره دیني مشروعیت " لري نور دا ډول مشروعیت ختم شوی دی.

جمهور رئیس غني همداشان ویلي دي چې د افغانستان د سولې اوسنی بهیر د افغانستان د پخواني جمهور رئیس ډاکتر نجیب الله د سولې له تګلارې سره ورته ندی او د هغه په وینا اوس د افغانستان د سولې په هکله ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع موجوده ده.

د افغانستان حکومت، نړیواله ټولنه او په ځانگړې توگه امریکا له پاکستان غواړي پر طالبانو باندې له خپل نفوذ نه په استفادې د افغانستان حکومت سره د سولې مذاکرې ته وهڅوي. ښاغلي غني ویلي چې پاکستان پدې هکله لیکلې ژمنې کړې دي او باید چې خپل رول په عملي توگه ثابت کړي.

د افغانستان د سولې بهیر پداسې حال کې طالبان سولې ته راوبلي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډله یا داعش د یو گواښ په توگه موجود دی.

ښاغلي غني وویل "داعش جنگیالیو شمیر کم شوی دی خو له بهر نه یې ملاتړ کیږي. زما ژمنه داده چې مونږ داعش له منځه وړو... تر هغه چې له طالبانو سره سوله ونشي هغوی [داعش] د طالبانو له امکاناتو نه استفاده کوي، پدې خاطر ضروري ده چې مونږ خپل بین الافغاني مسایل حل کړو."

ښاغلي غني پدغه مرکه کې د جهادي ډلو پورې د مربوطو یو شمیر قوماندانانو د نیولو په هکله خبرې کړي او هغه یې د افغان ولس غوښتنه او خپله دنده گڼلې ده چې د خلکو غوښتنې عملي شي.

ددغو ډول نیونو یو تازه پېښه د افغان کوماندو ځواکونو له لورې د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د امنیه قوماندان نیول دي چې د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرتیال جنرال عبدالرسید دوستم سره تړاو لري، د هماغه وخت راهیسې تر اوسه د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د ښاغلي دوستم پلویانو پراخ اعتراضونه پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG