د لاس رسي وړ اتصالات

کمېسیون: د ښه مدیریت لپاره د ولسمشریزو ټاکنو ځنډېدو احتمال شته


د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د جمهوري ریاست د راروانو ټاکنو ځنډول دغه کمېسیون ته د یو بدیل په توګه مطرح دي، خو دا چې ټاکنې به وځنډېږي او که نه په دې اړه پرېکړه به د ټاکنو بهیر کې د ښکېلو اړخونو سره د سلامشورو وروسته د دې اونې ترپایه اعلان شي.

په داسې حال کې، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مهالوېش له‌مخې د مرغومې په لومړۍ ورځ د راتلونکې ۱۳۹۸ لمریز کال د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر پیل شوی، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون لا هم ډاډه نه دی، چې دا ټاکنې به د دغه کمېسیون له خوا د اعلان شوي مهالوېش پر اساس چې د وري میاشتې ۳۱ ورځ ده وشي او که نه.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي امر یکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې کمېسیون لا هم د سیاسي ګوندونو او نورو اړوندو اړخونو سره د ټاکنو د ځنډېدلو په مسله په مشوره بوخت دی.

ښاغلي ابراهیمي وویل:" اوس مهال خو مونږ د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره مهالوېش د وري د میاشتې ۳۱ ورځ اعلان کړې، خو په دې اړه بحثونه به د دې اونۍ ترپایه معلوم شي، چې د جمهوري ریاست د ټاکنو مسله او د جمهوري ریاست د نوماندانو د نوم لیکې د بهیر تمدید مسله، څه ډول بڼه به واخلي او احتمالاّ یوه موضوع د جمهوري ریاست د ټاکنو د ځنډ مسله ده، چې د تلې د ۲۸ ورځې د ټاکنو څخه د ترلاسه شوي پند د ارزږنې په چوکاټ کې اوسي".

ښاغلي ابراهیمي وویل، چې د ټاکنو د ځنډ د وړاندیز هدف د تېرو ناسمو کړنو د تکرار مخنیوی او په شفافه توګه د جمهوري ریاست د ټاکنو ترسره کول دي.

هغه وویل، په دې مسله کې د ټاکنو کې د ټولو ښکېلو اړخونو سره خبرې روانې دي، چې د دغو سلامشورو په رڼا کې به په اړه یې وروستۍ پرېکړه اعلان شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د وري د میاشتې ۳۱ مه ورځ د جمهوري ریاست د ټاکنو د ورځې په توګه اعلان کړې ده.

د دغه کمېسیون د مهالوېش له‌مخې د ۱۳۹۸ لمریز کال د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر د مرغومې په لومړۍ ورځ پیل شوی، خو د دغه بهیر څخه د څلورو ورځو په تېرېدلو تراوسه هېڅ نوماند په رسمي ډول خپل نوم نه دی ثبت کړی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په تېرو څلورو ورځو کې شاوخوا څلوېښتو احتمالي نوماندانو د جمهوري ریاست د ټاکنو په اړه معلوماتي بستې ترلاسه کړي دي.

په دې احتمالي نوماندانو کې جمهور رئیس محمد اشرف غني هم شامل دی.

XS
SM
MD
LG