د لاس رسي وړ اتصالات

اصلاحات که انتخابات – د نویو ګمارنو موخه څه ده؟ 


د افغانستان د جمهوري ریاست له ټاکنو پنځه میاشتې وړاندې جمهور رئیس محمد اشرف غني د دفاع او کورنیو چارو نوي وزیران ټاکلي دي.

د افغانستان جمهور رئیس په ځانگړو فرمانونو اسدالله خالد د ملي دفاع د وزیر او امرالله صالح د کورنیو چارو د وزیر په توگه گمارلي دي.

دغه اقدام د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو نه پنځه میاشتې دمخه شوی دی. جمهور رئیس غني څو میاشتې دمخه د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته خپل دریدل تائید کړي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د امریکا غږ ته وویل چې د مهمو امنیتي وزارتونو نوې ټاکنې هیڅ ډول انتخاباتي هدف نلري.

ښاغلي مرتضوي د امریکا غږ ته وویل چې د حکومتي ادارو په جوړښت او رهبرۍ کې یو لړ اصلاحات په لاره اچول شوي چې د کورنیو چارو او دفاع د نویو وزیرانو ټاکل یې یوه برخه ده.

د جمهور رئیس دغه ویاند د طارق شاه بهرامی او ویس احمد برمک د گوښه کولو په هکله هیڅ ډول مشخص دلیل وړاندې نکړ، خو وویل چې په حکومتي ادارو کې بدلون او تبدیلي یو معمول کار دی.

له دې دمخه د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل، د امریکا غږ ته ویلي وو چې حکومت ورته د ملي دفاع د وزیر په توگه د گمارلو وړاندیز کړی و.

په دولتي څوکیو باندې د سیاسي څیرو او د گوندونو او ډلو ټپلو د غړو ټاکل د افغانستان په سیاسي ماحول کې د ملاتړ د جلبولو مهمه لاره چاره گڼل کیږي.

د سیاسي مسایلو څیړونکی بشیر احمد بیژن، د جمهور رئیس غني دغه اقدام سیاسي گڼي او استدلال کوي چې ددغو ټاکنو نه د ښاغلي غني هدف د خپل انتخاباتي کمپ غښتلي کول او د د سیالانو د لیکو کمزوري کول دي.

ښاغلي بیژن د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې " امرالله صالح او اسدالله خالد دواړه پدې دلیل چې یو گوند او یا یو سیاسي بهیر رهبري کوي د افغانستان په ځانگړې جغرافیا کې ریښې او اثر لري او د پوره تجربې نه برخوردارده دي" کولای شي د ښاغلي غني انتخاباتي ډله غښتلې کړي.

د جمهوري ریاست د انتخاباتو په نژدې کیدو سره د افغان مشرانو او سیاسي څیرو ترمنځ سیاسي تماسونه او اتحادونو گرمیږي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر چې ویل کیږي په راتلونکو انتخاباتو کې د ښاغلي غني سره سیالي کوي د حکومت د یو شمیر پخوانیو مقاماتو او سیاسي مشرانو پلو او ملاتړ جلب کړی دی.

XS
SM
MD
LG