د لاس رسي وړ اتصالات

عابدي : ای اس ای د ملي امنیت کارکوونکي نه روزي


عابدي وایي چې د ای اس ای لخوا د ملي امنیت د کارکوونکو د روزنې مسئله یوازې اوازه ده او بس.
عابدي وایي چې د ای اس ای لخوا د ملي امنیت د کارکوونکو د روزنې مسئله یوازې اوازه ده او بس.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند اجمل عبید عابدي د رسنیو هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د پاکستان استخباراتي شبکه ای اس ای د ملي امنیت د ادارې کارکوونکي روزي او دغې ادارې ته تجهیزات ورکوي.

د ولسمشر ویاند امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د ای اس ای لخوا د ملي امنیت د کارکوونکو د روزنې مسئله یوازې اوازه ده او له ای اس ای سره د ملي امنیت د ادارې په تازه لاسلیک شوي تفاهم لیک کې دا مسائل ځای نه لري.

د ولسمشر ویاند وویل چې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې او د پاکستان د استخباراتي شبکې ای اس ای ترمنځ په لاسلیک شوي تفاهم لیک یوازې دومره راغلي، چې دواړه ادارې به له ترهګرۍ سره په مبارزه یو له بل سره همکاري کوي.

اجمل عبید عابدي وویل ‪"‬افغانستان او پاکستان مشترکو ګواښونو سره مخ دي، او ددغې تفاهم نامې هدف همدا دی، چې څنګه مونږ کوی شو، چې ددغو مشترکو ګواښونو په مقابل کې او تروریزم په مقابل کې مبارزې ته دوام ورکړو.‪"‬

ښاغلی عابدي وایي پخوا هم د دواړو هیوادونو ترمنځ داسې توافقات موجود وو
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:22 0:00

اجمل عبید عابدي د رسنیو دا راپورونه چې ګواکې ای اس ای دغه تفاهم لیک ته له پخوا سترګې په لاره وه، شایعه وګڼله وې ویل چې داسې تفاهم لیکونه پخوا هم د ای اس ای او د افغانستان د ملي امنیت د ادارې ترمنځ شوي دي.

بل لورته د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، له ای اس ای سره لاسلیک شوی تفاهم لیک د ګواښونو د مقابلې لپاره لاسلیک شوی دی.

د ملي امنیت د ادارې ویاند عبدالحسیب صدیقي خبریالانو ته وویل چې پدغه تفاهم لیک کې د ګواښونو اساسي تهدیدات، تخنیکي تبادله او دا ډول دښمن په واضح ډول روښانه شوی دی.

د ملي امنیت د ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي وویل ‪"‬د یوه بل ټکي په تړاوو چې په رسنیو کې راغلي، چې ارتباطي افسران به د یوې ادارې په بلې کې وي، ددې اساسي هدف دا وو، چې کله که اني تهدیدات وي، نو ددغو تهدیداتو په چټکۍ او په موقع د همغږۍ لپاره به د یوه ارګان ارتباطي افسر په بل ارګان کې وي.‪"‬

د ملي امنیت ویاند وايي، چې پدغه تفاهم لیک کې په نظامي، سیاسي، اقتصادي، سوله او معلوماتو په برخه کې همکارۍ شاملې دي.

خو د ملي امنیت ویاند وايي، چې دوی دا ځل دې په انتظار دي، چې پاکستان ددغه تفاهم لیک په اساس رښتینې همکاري وکړي.

د ملي امنیت ویاند عبدالحسیب صدیقي وايي، د ای اس ای او د ملي امنیت د ادارې ترمنځ په دوه زره او شپږم او دوه زره او نهم میلادي کلونو کې هم ورته تفاهم لیکونه لاسلیک شوي وو، خو هغه مهال د همکاریو د ټکو د پېچلتیا له امله یې موثریت نه درلود.

وړاندې تر دې رسنیو راپور ورکړی وو، چې د ای اس ای او د ملي امنیت د ریاست ترمنځ په لاسلیک شوي تفاهم لیک کې هوکړه شوې چې ای اس ای به افغان استخباراتي مامورین روزي او معلومات به سره شریکوي، ترڅنګ به د بندیانو نه توضیحات هم غوښتی شي.

په دغه لړ کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړو، پر دغې موافقې کلکې نیوکې هم وکړې او دا یې د افغانستان لپاره خطرناکه وبلله.

دغه تفاهم لیک افغانستان ته د پاکستان د استخباراتي شبکې ای اس ای د مشر رضوان اختر په وروستي سفر کې لاسلیک شوی دی.

نوموړي دغه سفر کابل ته د پاکستان د صدراعظم نواز شریف له سفر مخکې ترسره کړی وو.

XS
SM
MD
LG