د لاس رسي وړ اتصالات

د سر پل په ولایت کې طالبانو زندان مات کړی


د افغانستان په شمال کې چارواکي وايي چې د یوې بندیخانې څخه د مجرمینو د تښتېدو په لړ کې درې تنه بندیان وژل شوي دي. د سر پل په ولایت کې چارواکي وايي چې د هغو په لسګونو کسانو په ډله کې طالبان هم شامل وو چې د پنجشنبې په شپه د بندیخانې څخه تښتېدلي دي.

چارواکي وايي چې بندیانو په زندان کې سوری کېندلی وو او له هماغي لاري وتلي وو.

چارواکي وايي چې درې تنه بندیان یې د تېښتې پر مهال وژلي دي.

د افغانستان د اسلامي مطبوعاتو په نامه منبع خبر ورکړی دی چې طالبانو د دې برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG