د لاس رسي وړ اتصالات

حاجي روح الله: د ګوانتنامو افغان بندیان دې خوشي شي


په ګوانتنامو کې د نورو بهرنیو اتباعو تر څنګ یو شمیر افغانان هم بندیان دي
په ګوانتنامو کې د نورو بهرنیو اتباعو تر څنګ یو شمیر افغانان هم بندیان دي
د ګوانتنامو په زندان کې پخوانی افغان بندي اوس د هغې ټولنې مشري کوي چې د ګوانتنامو د زندان نه د خلاصو شوو کسانو د ملاټر لپاره جوړه شوې ده.

حاجي روح الله چې د کنړ د ولایت یو قومي مشر دی وايي چې ټولنه یې د ګوانتنامو په زندان کې د پاتې بندیانو د حقوقو د اعادې لپاره هم فعالیت کوي.

حاجي روح الله شاووخوا پنځه کاله د گوانتانامو په زندان کې بندي و او شاووخوا پنځه کاله مخکې د زندان نه خلاص شوی دی. هغه وايي چې
په ګوانتنامو کې د زیاترو بندیانو جرم معلوم نه دی او باید خوشي شي. حاجي روح الله وایي په گوانتانامو کې اوس هم ١٩ افغانان بندیان دي.

بل پلو ته، په واشنګټن او یمن کې مظاهره چیانو په جمهوررئیس اوباما غږ کړیدی چې د گوانتنامو زندان وتړي او بندیان خوشي کړي.

د حاجي روح الله د خپل سرګذشت او فعالیتونو په اړه د زیبا خادم سره په مرکې کې خبرې کړیدي چې دلته یې اوریدلی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:10:47 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG