د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د مظاهرو لړۍ نن هم روانه وه


افغانستان کې د مظاهرو لړۍ نن هم روانه وه
افغانستان کې د مظاهرو لړۍ نن هم روانه وه

د یوه امریکایي کشیش له خوا د قران کریم د سوځولو پر سره د راولاړو شویو مظاهرو لړۍ نن هم په افغانستان کې روانه وه. د لغمان په ولایت کې په سلگونو کسانو پر پولیسو تیږې وورولې.

له بلې خوا په افغانستان کې د ناتو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال پترییس ددغه سخت دریځه امریکایي کشیش عمل په کلکه غندلی دی.

د جمهور رئیس حامد کرزي ویاند وحید عمر په کندهار او مزار شریف کې د شویو لاریونونو په اړه چې تاوتریخوالی یې رامنځته کړی وویل چې دغو ولایتونو ته یې پلاوي لیږلي او دا چې کومې کړۍ پدغو تاوتریخوالو کې لاس لري هم څه نه شي ویلای.

د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو ویاند وايي په مزار شریف کې وروستۍ پېښې او لاریون چې د یوناما ځېنې غړي هم پکې ووژل د امنیت د انتقال پروسې ته اندېښنې ندي رامنځ ته کړي خو ويښ کړي یې دي چې په اینده کې افغان حکومت باید له ورته پېښو سره څه ډول مبارزه وکړي.
په امریکا کې د یو سخت دریځه مسیحي له لوري د قران کریم د سوځولو د مسئلې په سر چې افغانان یې قهرولي د تېرې جمعې په ورځ لاریون وشو او مرګ ژوبله یې واړوله، خو د ایساف ویاند وايي دا پېښه په خپله د اندېښنې وړ ده اما د امنیت د انتقال د پروسې په اړه ډاډ لري چې د بلخ په ولایت کې به ستونزه نه وي.

د ایساف ویاند جوزیف بلاټز چې په کابل کې خبریالانو سره خبرې کولې وویل په امریکا کې د قران کریم سوځولو مسئلې افغانان قهرولي ولې نړیوال ځواکونه په افغانستان کې د افغانانو د مرستې لپاره راغلي دي.

XS
SM
MD
LG