د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د روغتیا نوي پروگرامونه اعلان کړل


افغانستان د روغتیا نوي پروگرامونه اعلان کړل
افغانستان د روغتیا نوي پروگرامونه اعلان کړل

د افغانستان دروغتیا وزارت په راتلونکی کال کی د افغان وګړو د روغتیا د خوندی کولو او هغوی ته د صحی خدماتو د پوره رسولو لپاره پراخ پروګرامونه پلې کوي.

په دی پروګرامونو کی بیلابیلو ولایاتو او ولسوالیو کی د روغتونونو جوړول، په زندانونو کی د بندیانو لپاره د صحی خدماتو رسول او د محصلینو لپاره د زده کړی د بورسونو برابرول شامل دي.

همدا رنګه دا وزارت وایي د نرس قابلو د روزنی پروګرام به هم پلی کوي.

د افغانستان د روغتیا وزارت سر پرسته وزیره ثریا دلیل وایی وزارت به یی پّه راتلونکي کال کې د هیواد په ۷ ولایتونو کی ۷ سل بستریزه او ۶ پنخوس بستریزه روغتونونه جوړ کړی همدا رنګه به په ولسوالیو کی هم شپږ ۳۰ بستریزه روغتونونه جوړوي.

میرمن دلیل وایی له دی سره سره به په ۳۴ ولایتونو کی ۴۱ صحی کلینیکونه جوریږی چې په ټولیز ډول به راتلونکی کال کی ۵۹ باب صحی تاسیسات د هیواد په بیلابیلو ولایاتو کی جوړ شي.

د روغتیا وزارت سرپرسته وایی نړیوالی ټولنی ورسره دا منلی چه د ۱۰ ولایتو په زندانونو کې د بندیانو لپاره هم د روغتیایی خدماتو د رسولو په برخه کی ورسره مرستی وکړي دا خدمات به د بدخشانو ، بغلان ، با میان ، پکتیا ، پکتیکا ، خوست ،تخار ،جوزجان فُاریاب او غزنی په ولایاتو کی بندیانو ته رسول کیږي.

د طبي تحصیلاتو په برخه کی د افغانانو د روزنی لپاره هر کال یو شمیر هیوادونه د افغانستان سره د بورسیو مرستی کوي راتلونکي کال کې به هم ۲۰۰ افغان ځوانان د طبابت د تحصیل لپاره د،جاپآن ، ترکیی او مصر هیوادونو ته ځی او ورسره به ۵۰۰ قابلی هم روزل کیږي.

د ثریا دلیل په خبره ددی پراختیایی پروګرامونو مالي وجهې به د جاپان، هند، جرمني او د امریکی پراختیایی اداره ور برابروی

نن سبا په افغانستان کی د خلکو روغتیا ته تر تولو مهم ګواښ د چاپیریال ککړتیا ده او دې ککړ تیا په هیواد کی په تیره بیا پّه کابل ښار کی د سرطانی او تنفسی ناروغیو د زیاتیدو سببونه جوړ کړی دی.

میرمن دلیل وایي د چاپیریال په پاک ساتنه کې د رامنځته شویو ادارو سره مرسته او همغږی لری او کار کوی ځکه دا هغه څّه دی چه تر تولو زیات زیان یی ماشومانو او میرمنو ته متوجه دي.

تیر کال د روغتیا وزارت ۸۰ صحی مرکزه د هیواد په ګوت ګوت کی جوړ کړی وو خو روغتیایی چارواکی وایی راتلونکی کال به هڅه کوي چې دا شمیر زیات کړي.

XS
SM
MD
LG