د لاس رسي وړ اتصالات

افغان خواړه قابلي‌پلو په پاکستان کې دود شوی


د افغانستان مشهور خواړه قابلي پلو د پاکستان د لویو ښارونو په رستورانتونو کې عام شوي او ځايي خلک ورته لیوالتیا ښيي.

په پېښور کې د یو شمېر رستورانتونو چلوونکي وايي، قابلي پلو چې په پاکستان کې یې افغان پلو هم بولي، ښه بازار لري.

ددغه ښار اوسېدونکی محمد عبید وايي له خپلو ملګرو سره د قابلي پلو دپاره رستورانت ته راغلی دی.

هغه امریکا غږ ته وویل: "د رستورانت افغاني پلو ډېر مشهور دی او ښه خوند یې هم دی. دا افغاني پلو له افغانستان څخه راغلی دی او زموږ د پاکستاني پلو او افغاني پلو کې فرق دا دی چې زمونږ پاکستاني پلو کې میسالې ډېرې کارول کېږي خو په افغاني پلو کې هیڅ میساله نه وي او خوند یې ډېر نېچرل وي."

څلوېښت کاله وړاندې په افغانستان د شوروي تر یرغل او جګړې وروسته کله چې په میلیونونو افغانانو له خپل وطنه کډې بار کړې، نو پښتونخوا ته یې ورسره قابلي پلو هم یووړ، چې اوس ان تر پنجاب او سند ایالتونو هم رسېدلی دی.

د کندوز ولایت عبدالشکور چې اوس په پېښور کې رستورانت چلوي، دا خواړه د پاکستان دپاره د افغانستان سوغات بولي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "دلته یې خلک ډېر په شوق سره خوري. که د پنجاب خلک دي، که بلوچستان او یا هم د سند ایالت دي، هغوی ټول دلته راځي او زمونږ قابلي پلو ډېر په شوق سره خوري."

سره له دې چې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پرتو پښتنو تاریخ، کلتور او دود تر ډېره یو دی، خو بیا هم د قابلي پلو په څېر ځينې نور خوراکونه، د کرښې پاکستان لور ته نه و دود شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG