د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني یو افغان کډوال د "بد چلند" له کبله وشړه


جرمني هغه افغان کډوال له هیواده وویست چې د شرابو څښلو او فزیکي شخړې په ګڼو پیښو کې مجرم پیژندل شوی و.

دغه کډوال ۱۸ کلن دی او چارواکو یې د محرمیت له کبله نوم نه دی خپور کړی.

چارواکي وایي چې دغه ځوان د تېرکال په دسمبر میاشت کې د ځوانانو یوې ډلې سره د مستۍ په حالت کې په خلکو حمله کړې وه او ۱۵ کسان یې ټپیان کړي و.

دغه افغان کډوال د دغې پيښې له کبله د مۍ په میاشت کې د شپږو میاشتو لپاره په تعلیقې بند محکوم شوی و.

جرمني چارواکو د چهارشنبې په ورځ (مۍ۲۲)وویل چې دغه ځوان یې د ۲۳ نور افغانانو هغې ډلې سره افغانستان ته لیږلی چې د کډوالۍ دوسیې یې رد شوې وې.

د دغه ځوان ایستل دا ښایي چې جرمني به په راتلونکې کې د هغو کډوالو پر ضد خپلې پالیسي لا هم سخته کړي چې په دغه هیواد کې جرمونه کوي.

همداراز دوه اونۍ وړاندې دوه نور افغانان او یو ایرانی په ورته پيښو کې د لاس لرلو کې مجرم پیژندل شوي و خو لا معلومه نه ده چې د هغوي به له جرمني څخه وویستل شي او که نه.

XS
SM
MD
LG