د لاس رسي وړ اتصالات

په تېرو شپږو میاشتو کې څلوېښت زره کډوال راستانه شوي


د افغانستان د کډوالو د چارو وزیر وايي، له اختر وروسته به پاکستان کې د کډوالو ثبت پیل شي.
د افغانستان د کډوالو د چارو وزیر وايي، له اختر وروسته به پاکستان کې د کډوالو ثبت پیل شي.

که څه هم ۲۰۱۵ میلادي کال د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره سخت کال ګڼل کېده، خو بیا هم په تېرو شپږو میاشتو کې له څلوېښتو زرو نه د زیاتو افغان کډوالو راستنېدل یوه لوړه شمېره ګڼل کیږي.

د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، تېر کال میلادي کال اوولس زره افغان کډوال د کال په اوږدو کې راستانه شوي وو.

نوموړي چې نن د کډوالۍ د ورځې د نمانځنې په پلمه د کابل ښار په پلچرخي کې د کډوالو د راستنېدو له مرکز لیدنه کوله وویل په پاکستان او ایران کې افغان کډوالو ستونزې اوارې شوي، او دغه راستنېدنه یې اجباري نه بلکې په خپله خوښه ده.

عالمي بلخي وویل ‪"مونږ ډاډه یو، چې په راتلوونکو شپږو میاشتو کې کوم هدف چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره مو سږ کال په پلان کې نېولی وو، یعنې سل زره افغان کډوال به بېرته راستانه شي، د کډوالو د راستنېدو وضعیت ډېر ښه دی.‪"

لا هم پاکستان کې یو اشاریه شپږ ملیونه او په ایران کې اته سوه او څلوېښت زره ثبت افغان کډوالو ژوند کوي، ددې ترڅنګ په همدغو دواړو هیوادونو کې تر دوو ملیونو پورې نور بې سنده کډوال هم شته دي.

د کډوالو افغان وزیر وايي، له اختر وروسته به پاکستان کې د کډوالو ثبت پیل شي، او ایران سره یې د افغان کډوالو د ثبت په اړه خبرې ندي پای ته رسېدلي.

د کډوالو چارو وزیر وايي فعلا په ایران کې د افغان هغو کډوالو چې پاسپورټي دي، او قانوني مدت یې د جوزا د میاشتې تر پایه پای ته رسیږي، ستونزه شته خو له ایراني چارواکو سره یې خبرې کړي دي، ترڅو دا دوره تمدید کړي.

هغه کډوال چې افغانستان ته راستانه شوي، وايي په پاکستان کې شراط سخت وو او ددغه هیواد پولیس لا هم افغانان ځوروي.

ګل عظیم تازه له پاکستان د کور له پنځلسو غړو سره راستون شوی دی، وايي په هریپور کې اوسېده او د پاکستاني پولیسو له خوا ځورول شوی دی.

که څه هم د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان کډوالو ازارول نوې خبره نده خو د هر راستنېدونکي کډوال له خوا یادیږي.

له هر راستنېدونکي کډوال سره یو این ایچ نغدي مرسته کوي، د کابل د پلچرخي د راستنېدونکو کډوالو د مرستې په مرکز کې کډوالو ته د ماین پاکۍ له زده کړو نېولې، بیا د هغوی روغتیايي معاینه پورې مرسته کیږي.

په افغانستان کې د یو این ایچ سي ار رئيسه مایا امیرا تونګا وویل ‪"هر کډوال چې راستنیږي، دوه سوه ډالر د یوه کس په سر اخلي، پدې کې د دوی ټرانسپورټي لګښت برابریږي، او د لومړنیو څو اوونیو لپاره یې د اوسېدو لګښت هم مهیا کیږي.‪"

خو لا هم افغان کډوال په کور دننه د ځای او کور ستونزه لري، دوی وايي له دوی سره دې حکومت ددې مرسته وکړي، ترڅو خپل کور ولري، د ځای دا ستونزه د هر راستنېدونکي کډوال له خولې اورېدل کیږي.

د ملا علي په نوم یوه کډوال وویل دوی د کور غوښتونکي دي.

په تېرو لسو کلونو کې یو این ایچ سي ار تر دوه سوه زرو پورې راستانه شوو، کډوالو ته د سرپناه د برابرولو مرسته کړې ده.

افغانستان د نړۍ پرمخ یو له هغو هیوادونو دی، چې په پراخه کچه په بهرنیو هیوادونو کې کډوال لري، او نېږدې پنځه ملیونه په پاکستان او ایران کې اوسي.

د یو این ایچ سي ار په ويناء له دوه زره او دوم میلادي کال راهېسې پنځه اشاریه اته ملیونه افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي، چې د ټول نفوس شل په سلو کې تشکیلوي.

XS
SM
MD
LG