د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغان کډوالو پر سر نړیوالې مرستې غواړي


پاکستان د کډوالو د ممکنه ډیریدو له امله اندېښنه لرې
پاکستان د کډوالو د ممکنه ډیریدو له امله اندېښنه لرې

د پاکستان د سرحداتو وزیر عبدالقادر بلوڅ گواښ کړی چې د مرستو د نه رسیدو په صورت کې به اروپا ته د تلونکو افغان مهاجرو شمېر زیات شي.

د هغو شمیرو له مخې چې د پاکستان حکومت وړاندې کوي، افغانستان کې د شوروي اتحاد تر یرغل وروسته پنځه میلیونه افغانان پاکستان ته د مهاجرو په توګه کډه شوي دي.

اوس مهال یو اعشاریه پنځه میلیونه کډوال راجستر شوي او تردې زیات شمېر یې له قانوني اسنادو پرته د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې ژوند کوي.

پاکستاني مقامات اندېښنه لري چې په تیره یوه لسیزه کې د کډوالو لپاره د نړیوالو مرسته کمه شوې ده.

ترکیې سره مرستو ته په کتلو، ښاغلی بلوڅ پاکستان سره کیدونکې مرسته خورا لږه بولي. ترکیه د سوري پناه غوښتونکو په ګډون د دوه عشاریه پنځه میلیونو کډوالو کوربنه ده.

ښاغلی بلوڅ وایې "غربي هېوادونه اوس پر ستونزې پوهیږي. هغه کډوال چې اورپا ته روان دی، دیرش فیصده یې افغانان دي."

اسلام آباد د هر ثبت شوي کډوال پر سر په کال کې پنځه ډالره او ٢٠ سنټه نړیواله مرسته ترلاسه کوي. ددې مرستو هدف دادی چې حکومت بیځایه شویو خلکو ته روغتیايي او تعلیمي اسانتیاوې برابرې کړي.

پاکستان اندېښنه ښيي چې ممکن د کډوالو شمېر زیات شي او دې ستونزې ته د رسیدګي په چاره کې ددغه هېواد حوصله کمه شوې ده.

له بلې خوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري له نړیوالي غواړي چې د مهاجرو کوربه هېوادونو سره مرستې زیاتې کړي.

ددې ادارې عالي کمیشنر، فلیپو ګراندې وايي: " دا یوه تراژیدي ده خو په عین زمان کې یو حقیقت هم دی: که تاسې ستونزې چې له تاسو لرې ښکاري، حل نه کړئ، نو دغه ستونزه به ستاسو ګریوان ونیسي."

XS
SM
MD
LG