په پیښور کې د افغانستان جنرال قونسل ښاغلی عبدالله وحید پویان وايي چې دوي د افغان مهاجرینو سره د محلی پولیسو د ناروا چلند په اړه د پاکستاني مقاماتو سره پرله پسې ملاقاتونه کړیدي، ژمنې ورسره شویدي، خو بیا هم د پولیسو په سلوک کې بدلون نه دی راغلی.
ښاغلي پویان دا خبرې د امریکاغږ آشنا راډیو سره په مرکه کې د خبرو په وخت کړیدي او ویلي چې دی د پاکستاني مقاماتو د ژمنو نه مایوسه شویدی او داسې ښکاري چې دوی په رضاکارانه او ابرومندانه توگه د افغانانو د بیرته ستنیدو په قول کې صادق نه دي.
پیښور کې د افغانستان جنرال قونسل وايي چې دی دلته میشتو افغانانو نه هیله کوي چې خپل وطن ته دې ستانه شي او د خپلو وطنوالو سره دې د عزت او خپله خاوره ژوند ته ترجیح ورکړي.
هغه وايي چې هره ورځ سلهاو کورنۍ د ملگرو ملتو په مرسته وطن ته ستنیږي او خپل وطن په ابادۍ او ودانۍ کې برخه اخلي.
-
مطیع الله عابد
مطیع الله عابد د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.