د لاس رسي وړ اتصالات

ایا ایران او پاکستان کې افغان کډوال خپلو حقوقو ته لاس رسی لري؟


د ایراني سرتیرو لخوا اوبو ته دافغان کډوالو اچولو او بیا د یو شمېر افغان کډوالو پر موټر د ډزو او اور اخیستې د څېړنو سره هم مهال کابل په ایران کې د افغان کډوالو د بشري حقونو د نقضېدو په اړه اندېښمن دی.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي چې افغان کډوال په ایران او پاکستان کې ډېر کم عدلي او قضايي ارګانونو ته لاس رسی لري.

د دغه وزارت د حقوقي ملاتړ رئیس غلام مرتضی رسولي په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "پر دې باندې باید اعتراف وکړو چې افغان کډوال له هیواد څخه بهر په ځانګړي ډول ایران او پاکستان کې خپلو قضايي حقوقو ته لاس رسی نه لري."

ښاغلی رسولي د دغه ستونزې اساسي لامل یادو هیوادونو ته د افغانانو غیر قانوني کډوالي په ګوته کوي.

افغان چارواکي وايي، یو شمېر افغان کډوال په غیر قانوني توګه په دغو هیوادونو کې اوسېیږي چې د اوسېدنې د قانوني اسنادو نه لرلو له امله د خپلو حقوقي په اړه عدلي او قضايي ارګانونو ته له ورتګ څخه ډډه کوي.

د بشري حقونو کمېسیون د ۱۹۵۱ کنوانسیون د ۱۶ مادې په اساس کډوال په اوسېدونکو هیوادونو محکمو او حقوقي معاونیتونو ته د لاس رسي حق لري.

د نړیوالو میثاقونو نه تیری

د بشري حقونو د کنوانسیون په اساس ټول کډوال او پناه غوښتونکي په مېشتو هیوادونو کې له هر ډول «تبعیض» پرته له بشري حقونو او اساسي ازادیو څخه باید برخمن وي.

د حقوقي چارو افغان کارپوه او د افغانستان د حقوق پوهانو د اتحادیې مرستیال عبدالسبحان مصباح وايي چې ملګرو ملتونو له بېلابېلو لارو هڅه وکړه چې کډوالو ته د هغوی حقوقي او بشري ازادي تضمین کړي، خو زیاتوي چې کوربه هیوادونو دې کار ته کمه توجه وکړه.

نوموړي امریکا غږ ته وویل چې د یادو هیوادونو لخوا له دغو نړیوالو قوانینو څخه سرغړونې د دغه کنوانسیون د نقضولو په معنا دي.

هغه زیاته کړه: "د کډوالو حقوق باید د کوربه هیوادونو لخوا باید وساتل شي، کله چې د کوم کډوال لخوا جرم تر سره کیږي،کوربه هیواد مکلف دی، هر هغه شخص چې جرم یې کړی دی، هغه په یاد هیواد کې تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې ونیسي."

ښاغلي مصباح وویل افغان حکومت هم مسؤلیت لري چې په دې اړه اقدام وکړي او له بېلابېلو لارو څخه پر یادو هیواونو فشار راوړي چې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوال خپلو حقوقو ته لاس رسی ولري.

د بشري حقوقو ضد تاوتریخوالی

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم وايي چې د دوی د معلوماتو په اساس په ایران او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ژوند د بشري حقونو د معیارونو سره سم نه دی.

د دغه کمېسیون مرستیال نعیم نظري امریکا غږ ته وویل چې د سیمې په هیوادونو کې په وار ورا د افغان کډوالو سره بند چلند شوی دی، خو په اساسي ډول ورته رسیدګي نه ده شوې.

هغه وویل چې په ایران کې له افغان کډوالو سره وروستي چلند څخه داسې معلومیږي چې دغه هیواد په دې اړه د افغانستان د حکومت غوښتنې ته هیڅ توجه نه ده کړې.

هغه زیاته کړه:"کله افغان کډوال په اوبو کې غرق کیږي او کله په اور کې سوځول کیږي، دا یو فوق العاده وحشت دی او د قبول وړ نه دی."

یاد کمېسیون په دې باور دی چې ایران او پاکستان له افغان کډوالو څخه د افغان کډوالو په وړاندې د یوې وسیلې په توګه استفاده کوي او یاد هیوادونو د کډوالو او بشري حقونو ته هیڅ توجه نه کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له څرګندونو څخه ډډه وکړه او زیاته یې کړه چې په دې باید د کډوالو چارو وزارت سره خبرې وشي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي چې په پاکستان کې د مېشتو ۲.۴ میلیون افغان کډوالو له ډلې یوازې ۱.۳ میلیونه یې د اوسېدو قانوني اسناد لري او همدارنګه په ایران کې هم ۲.۵ میلیون افغان کډوال ژوند کوي.

دغه وزارت ونه ویل چې په ایران کې په څومره شمېر کې کډوال غیر قانوني اوسېږي.

خو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو نمایندګۍ د اټکلونو له مخې په ایران کې دا مهال ۱.۵ میلیون افغان کډوال په غیر قانوني ډول ژوند کوي.

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون هم مني چې په بهیر کې د مېشتو افغان کډالو ستونزو ته ډېره کمه توجه کیږي.

خو د اوس د افغانستان د ملي امنیت شورا په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې په بهر کې مېشتو افغان کډوالو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان کې اوسېدونکو افغان کډوالو ته الکترونیکي تذکرې ورکړي.

دغې شورا روانه اونۍ د افغانستان د احصايي او ځینو نورو اړوند ادارو ته سپارښتنه کړې چې په دغو هیوادونو کې هغو افغان کډوالو ته چې له حقوقي ستونزو سره مخ د اسنادو ورکول پيل کړي.

د افغانستان د احصايې ملي ادارې ویاندې روبینا شهابي امریکا غږ ته وویل چې په دې اړه د یادې ادارې، بهرنیو چارو او کډالو چارو وزارتونو ترمنځ یو سند لاسلیک کیږي چې پر اساس به یې په ایران او پاکستان کې افغان کډوالو ته الکترونیکي تذکرې ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG