د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني د کولن ښار کې د افغانستان د خوړو رستورانت


د جرمني په کولن ښار کې یو رستورانت د افغانستان په درې رنګه بیرغ رنګین شوی دی.

په رستورانت کې افغاني موسیقي تر غوږو کیږي. دلته د افغاني خوړو او افغانانو د حضور ترڅنګ، د وطن ډېرې نورې نښې هم شته چې تر یوه ځایه د پردېسو افغانانو تنده پرې ماتېږي

آن په لیرې پرتو ښارونو کې مېشت افغانان هڅه کوي چې د خپلو کورنیو سره رستورانت ته راشي او افغاني خواړه وخوري.

شهید دلته د ډوډۍ خوړلو دپاره راغلی. وايي، کله چې رسټورانټ ته ننوتم نو څښتن ته یې ما وویل چې د خوړو دا بوی بیخي د وطن احساس راکوي، ځکه کله چې به په افغانستان کې هم د کوم رسټورانټ له مخې تیرېدو نو همداسې بوی به مو احساسوه.

دغه حس او خوند ځانګړی دی چې، او ددې رستورانت د مشتریانو په وینا، د جرمني او نورو ځایونو په خوړو کې نه پیدا کیږي.

دلته راغلي ټول خلک خوښ ښکاري. وایي، له خپلو دوستانو او خپلوانو سره له اوږدې مودې وروسته د کېناستو او بنډار لپاره دا رستورانټ ټاکي، چې هم افغاني خواړه وخوري او هم د خپل وطن کیسې وکړي.

صفي الله بل افغان دی چې ډوډۍ خوړلو دپاره دې دلته راغلی دی. وايي غواړي چې د ملګرو په خوښه ددې دپاره هم دلته راځي چې ګټه یې خپل افغان ته ورسیږي.

د دې رستورانټ د افغاني خوړو پخوونکې ماري نومیږي چې له خپل خاوند سره په ګډه هم د دې رستورانت مشري او هم ټول پخلی کوي.

ماري وايي، مشتریان اکثره د قابلي، منتو او اشک غوښتنه کوي.

هغې زیاته کړه: "ډېره خوشاله یم چې زموږ قابلي پلو ایرانیانو، جرمنیانو او هر څوک چې دلته راځي نو دا غذا ډېره خوښوي او د هغوی لپاره یوه خوندوره غذا ده."

مېرمن ماري او خاوند یې دا رستورانت په ۲۰۱۸ کال کې جوړ کړی دی. دوی وایي، ډیرې سختۍ یې ګاللي او د رستورانت د چلولو کار ورته سخت دی خو وايي چې د خپل افغاني احساس له مخې خوښ دي.

د افغانانو لپاره چې کډوالي یې په ژوند کې یوه له لویو تراژېدیو جوړه شوې ده، د افغاني خوړو پخلي او پلور له یوې خوا غوره اقتصادي سرچینه ګڼل کېږي، له بله اړخه، له هیواده لیرې د خپل کلتور او خپلو خلکو سره په نږدې پاتي کېدلو کې مرسته ورسره کوي.

XS
SM
MD
LG