د لاس رسي وړ اتصالات

افغان روباتونه واشنګټن کې نندارې ته وړاندې کیږي


د افغانستان روبات جوړونکې انجونې چې دوه ځلې یې د ویزې غوښتونلیکونه په کابل کې د امریکا د سفارت لخوا منل شوي نه وو، پرون ناوخته واشنګټن ډي سي ته څېرمه د ډالاس هوايي ډګر ته ورسیدلې.

شپږ انجونې تر هغه وروسته امریکا ته راغلې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ شخصاً هغوي ته د ویزو د ورکولو سپارښتنه وکړه.

افغان روبات جوړونکې د هرات له ولایت څخه دي. هغوي ته د امریکا سفارت په ناڅرګندو دلایلو ویزه نه ورکوله.

دغه انجونې په پرول (Prole) ویزو راغلي دي. د امریکا د مهاجرت قانون له مخې د پرول په نامه ویزې هغو کسانو ته ورکول کیږي چې د نورو ویزو لپاره یې شرایط پوره کړې نه وي. دغه ویزې په بشري دلایلو صادریږي.

د انجونو د هرکلي لپاره ګڼو افغانانو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سویلي او مرکزي آسیا د څانګې یوې جګپورې مامورې، الیس ویلس او په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب هوايي ډګر ته ورغلي وو.

افغان انجونې به خپل روباتونه د یکشنبې په ورځ [جولائ ۱۶] په واشنګټن ډي سي کې نندارې ته وړاندې کړي. د "نړۍ د لومړۍ ننګونې" ترنامه لاندې سیالیو کې به د ۱۵۷ هېوادونو څخه لسګونه روبات جوړونکي خپل روباتونه نندارې ته وړاندې کړي.

د افغان روبات جوړونکې انجونې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:06 0:00

XS
SM
MD
LG