د لاس رسي وړ اتصالات

ښوونځي تړلي، افغانو نجونو د زعفرانو په کروندو کې کار ته مخه کړې


د هرات په ولایت کې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لیسو له تړل کېدو وروسته یو شمېر زده کوونکو نجونو د زعفرانو په کروندو کې کار ته مخه کړې ده.

د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر په دغه ولایت کې هم تېر کال د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې د افغان پیغلو پر مخ ښوونځي تړلي دي.

شاوخوا څورلس میاشتې کیږي چې په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته نجوني ښوونځیو ته ندي تللي.

الهام نوري د دوولسم ټولګي زده کوونکې ده، خو اوس ښوونځي ته د تلو پر ځای د زعفرانو په ګرونده کې کار کوي.

هغه وايي: "ډیرې نجونې پر کور ناستې دي او غمجنې شوي دي. ښه دی چې دا کار لرو او له دې لارې له خپل فامیلونو سره مرسته کوو."

مرسل په هرات کې د زعفرانو د کروندې بله زده کوونکې ده چې یو کال وړاندې د دوولسم ټولګي زده کوونکې وه. هغه هم په کرونده کې په کار بوختو نورو نجونو په څېر، وايي له خپلې کورنۍ سره مرسته کوي.

په افغانستان کې دا وخت شاوخوا یو میلیون ځوانې نجونې نشي کولای ښوونځي ته لاړې شي. دوی اړې دي چې په کور کښېني. دا به د بخت یاري وي که یې کار وموند.

د زعفرانو کروندګر او سودا ګر بیا خپلې ستونزې لري، چې بهر ته د زعفرانو لیږل او د پیسو راکړه ورکړه یې یو دوه بیلګې دي.

د افغانستان د زعفرانو د ملي اتحادیې د کمېټې مشر عبدالشکور احراري وايي، په هېواد کې روان وضعیت او پر بانکونو بندیزونو زموږ د حاصلاتو صادرات هم محدود کړي دي.

ښاغلی احراري وايي، د بندیزونو له امله نشي کولای له بهرنیو پېرودونکو څخه خپلې پیسې وصول کړي او همدا سبب شوی دی چې خپل پخواني ډېر پېرودونکي له لاسه ورکړي.

طالب چارواکو دمخه د نجونو پر مخ د منځنیو ښونځیو او لیسو تړل د اقتصادي ستونزو له امله لنډمهاله بللی و. دغو چارواکو وروسته وویل چې د دیني عالمانو ترمنځ د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو پرسر اختلافات دي او د حل کولو دپاره یې کار روان دی. او په ورستیو کې یې کلتوري ستونزې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو لامل وبللې.

لاهم څرکنده نه ده چې د افغان نجونو تړلي ښونځي به پرانیستل کیږي که نه.

XS
SM
MD
LG