د لاس رسي وړ اتصالات

د حوت نهمه افغانستان کې د افغان ځواکونو د ورځې لمانځنه


افغان حکومت نن د حوت نهمه په ټول افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د ورځې په توګه لملنځي
افغان حکومت نن د حوت نهمه په ټول افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د ورځې په توګه لملنځي

د افغان حکومت د پریکړې له مخې د حوت نهمه د لومړي ځل لپاره د افغانستان د خاورې د ساتلو او د افغان حکومت د مخالفو وسلوالو پر وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د کړنو څخه د درناوي لپاره په دغه هیواد کې د افغان ملي امنیتي او دفاعيځواکونو د ورځې په توګه لمانځل کیږي.

د دغې ورځې په مناسبت نن په کابل کې دوه غونډې جوړې شوې وې چې په دواړو کې ولسمشر غني ګډون کړی وه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیتي ځواکونو د ورځې په ویاړ په لومړۍ غونډه کې چې د هوایي ځواکونو په قوماندانۍ کې جوړه شوې وه، په وینا کې وویل،افغانستان به هیڅ هیواد ته تهدید نه دی.

ولسمشر غني پرته له دې چې د کوم هیواد یا ډلې نوم واخلي وویل، هر هغه څوک چې دا فکر کوي چې افغانستان به د جګړې په ډګر بدل کړي، د ولسمشر غني پر وینا خپل دا شوم ارمان به ګور ته یوسي.

ښاغلي غني افغان امنیتي ځواکونو ته په خطاب وویل چې" د جرمي مافیا اتحاد چې په بیلابیلو نومونو غواړي افغانستان نا امنه کړي، ستاسو د بریدونو له امله په ډار او تیښته کې دی."

د ملي امنیتي اودفاعي ځواکونو له ورځې څخه په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره لمانځنه کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو تلفات د نورو کلونو په پرتله ډیر شوي دي.

د سیګار، یا د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا متحده ایالاتو سرمفتش ادارې د راپور له مخې د ۲۰۱۶ کال په یوولسو میاشتو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ۶۷۸۵ تنه په افغانستان کې وژل شوې او ۱۱۷۷۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت، د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه دومره وایي چې د ۲۰۱۴ کال پرتله تیر او اوړم کال کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو تلفات ډیر وو، خو د سیګار راپور ناسم ګڼي.

ښاغلي غني په خپله وینا کې په ټینګار وویل چې، افغان امنیتي او د فاعي ځواکونه غواړي چې خپل هیواد له کړکیچ اوباسي.

ولسمشر غني د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه په مننه کې وویل"کومې کړنې چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په دوه نیمو کلونو کې ترسره کړي دي،یوه ورځ به له ویاړه ډک تاریخ وي،خو زه یوازې د پرون یو څو مثالونه یادوم.مولوي عبد السلام ستاسو له برکته له خپلو کسانو سره په کندز کې محو شو،نن دا جنایتکاره ډله د کندز او شمال شرق خلکو ته تهدید نده.پرون په ارزګان کې دښمن زموږ په میدان کې خپل لس مړي پریښي وه.

افغان حکومت وایي ځکه یې د حوت نهمه د افغان ځواکونود ورځې په توګه اعلان کړې چې په دغه ورځ د افغانستان پخواني پادشاه غازي امان الله خان د افغانستان خپلواکي اعلان کړې وه.

ولسمشر غني وویل هیله یې داده چې د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کلیزه د دارلامان په ماڼۍ کې، چیرته چې امان الله خان د افغانستان پخواني پاچا خپله حکمروایي کوله ولمانځي.

دا محال د دارلامان ماڼۍ د بیا رغونې چارې روانې دي.

سوله

د افغانستان ولسمشر د 'ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورځې' په مناسبت یوې بلې جلا غونډې ته چې په ارګ کې جوړه شوې وه وویل افغانان رښتینې سوله غواړي.

و لسمشر په وینا له دښمن څخه ښکاره تعریف شتون لري او ملي اجماع ورسره مقابله کوي.

ولسمشر وویل"زموږ د ملي او امنیتي ځواکونو لومړنی رسالت د هیواد له پیژندل شوو دښمنانو سره مقابله ده، تر څو د خپل مټ په زور او قوت هغوې نابود او له خاورو سره خاورې کړي."

هغه له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرسته د مشترکو منافعو یوه برخه وبلله.

ولسمشر وویل، په دې هڅه کې دی چې افغان سرتیري له ښو امکاناتو او زدکړو څخه ګټه واخلي او د هغوې له حقونو څخه ساتنه وشي.

په دې غونډه کې د افغانستان اجراییه رئیس عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه باید مسلکي او غیر سیاسي وي.

عبدالله عبدالله ټینګار وکړ چې د تیرو څو کلونو په پرتله د امنیتي ګواښونو بڼې بدلون موندلی دی چې ورسره د افغان امنیتي دفاعي ځواکونو مسولیت هم ډیر شوی دی.

XS
SM
MD
LG