د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي:پر لښکرګاه باندې د طالبانو لوی برید په شا تمبول شوی


د هلمند په ولایت کې چارواکي وايي، چې افغان امنیتي ځواکونو پر لښکرګاه ښار باندې د طالبانو د تیرې شپې جولای ۳۰ ( زمري ۸) یو لوی برید په شا تمبولی، خو لا هم د ښار په ځینو برخو کې جګړه دوام لري.

عیني شاهدان وایي، چې دا مهال د افغان امنیتي ځواکونو او د طالبانو د وسله والو ترمنځ جګړه د ښار د نهمې او اتمې حوزې په اړوند سیمو کې روانه ده.

د هلمند والي محمد ولي علیزي د لښکرګاه د امنیت په اړه خبریالانو ته وويل، افغان ځواکونو په لوړ شمېر کې د دولت مخالف وسله وال له منځه وړي او لښکرګار ښار به سقوط ته پرې نږدي.

ښاغلي علیزي وويل"دوی په تیرو ۲ شپو ورځو کې تر ټولو زیات کوښښ وکړ چې لښکرګاه کمر بند مات کړي خو یوازي د پرون ورځې راهیسې د طالبانو ۱۷۰ تنه وژل شوي او درانه تلفات يې لیدلي. جمهور رئیس د لښکرګاه د امنیت لپاره ځانګړې پاملرنه لري او تازه دمه سرتیري يې را لیږلي زه د لښکرګاه اوسیدونکو ته د وضعیت د سمون ډاډ ورکوم او اندیښنه دې نکوي".

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان جنرال سمیع سادات رسنیو ته په لیږلي یوه ویډيويي بیان ویلي، چې دی په لښکرګاه کې د طالبانو پر وړاندې جګړه رهبري کوي.

جنرال سادات د لښکرګاه ښار په څنډو کې شدیده جګړه تائید کړې خو ویلي دي، چې ژر به په امنیتي حالت کې مثبت بدلون رامنځ ته شي.

جنرال سادات وویل " له تیرو څو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو د لښکرګاه ښار پر ځينو ناحیو باندې بریدونه پيل کړي، خو زموږ قواوو يې پر وړاندې کلک غبرګون ښودلی، زه همدا اوس د لښکرګاه په ښار کې یم او د جګړې مشري په غاړه لرم، موږ ولس ته ډاډ ور کوو، چې ستاسې ځواکونه به ښار وساتي او وسله وال به مات کړي وسله وال طالبان له تیرې اونۍ راهیسې په منځني ډول هره ورځ ۷۰ تنه تلفات لري او د سر لوړ زیان یې لیدلی دی".

بلي خواته د هلمند یوه لوړ پوړې امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط اشنا رادیو ته وويل، چې تېر مازیګر په لښکرګاه ښار کې د جګړې له زیاتوالي سره پر یوه وخت اضافي ځانګړي ځواکونه هم دې ښار ته رسیدلي چي په ځينو برخو کې يې وسله وال طالبان پر شا کړي.

سرچینې زیاته کړه " د لښکرګاه ښار د نویو معلیمینو له نمرو، مسلم سالون او ځینو نورو سیمو کې هوايي بریدونه نن سهار هم شوی د نویو سرتیرو له راتګ سره تر یوه بریده په وضعیت کې مثبت بدلون راغلی".

له دې سره، سره لا هم د لښکرګاه اوسیدونکي دښار د امنیت په اړه اندېښمن دي او د مرکزي حکومت څخه د لا ډيري پاملرنې غوښتنه کوي.

د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل، چې له تیرې ورځې راهیسې د لښکرګاه ښار په ۹ او ۸ حوزه کې لاهم جګړه په شدت سره جریان لري او ګڼو ولسي خلکو د جګړو له وېرې خپلې سیمي پرې اېښي دي.

ښاغلي افغان وويل"تشویش لاهم شته ځکه وسله وال د ښار څنډو ته راغلي، ملکي تلفات هم شته اوس هم په لښکرګاه ښار کې جګړه شته که څه هم هوايي قواووي د ځمکنیو سرتیرو ملتیا کوي خو جګړه لاهم په شدید حالت کې ده".

وسله والو طالبانو د هلمند د جګړو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG