د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سیکان او هندوان ولسي جرګې ته بل نوماند معرفي کولی شي


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د اوتار سنګهـ خالصه پر ځای ولسي جرګې ته د افغان سیکانو او هندوانو د بل نوماند د معرفي کولو پر سر کار پیل کړی دی.

اوتار سنګهـ خالصه لومړنی سیک وو، چې د افغانستان د سیکانو په استازیتوب د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند شوی وو، خو نوموړی د تیرې یکشنبې په ورځ په جلال اباد کې پر افغان سیکانو د ځانمرګي‌ برید پر مهال ووژل شو.​

د ټاکنو خپلواک کمیسیون منشي او ویاند سید حفیظ‌الله هاشمي امریکا غږ آشنا ته وویل، چې د ټاکنو کمیسیون خپلو حقوقي او تخنیکي څانګو ته دنده سپارلې، چې په دې تړاو ټولې قانوني او تخنیکي لارې چارې وڅیړي او ولسي جرګې ته د افغانستان د سیکانو او هندوانو د نوماندۍ لپاره زمینه مساعده کړي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه "د کمیسیون تصمیم همدا دی، چې دوی ته زمینه بیا مساعده کړي، چې دوی وشي کولی ځان ثبت کړي او راشي انتخاباتي مبارزې ته... په کل کې موږ موافق یو چې دوی ته زمینه سازي وشي او د اساسي قانون مطابق د افغانستان دغه اتباع چې اهل هنود دي، زموږ وطنداران دي، د دوی حق ضایع نه شي".

د ښاغلي هاشمي پر وینا په دې تړاو به وروستۍ پریکړه، د حقوقي او تخنیکي کمیټو د ریپوټونو له څیړلو وروسته، د شنبې په ورځ اعلان شي.

افغان سیکان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له دغې پریکړې هرکلی کوي او وايي، چې د اوتار سنګهـ خالصه پر ځای د نوي نوماند د معرفي کولو په اړه په سلامشورو بوخت دي.

د هریندر سنګهـ په نوم یو افغان سیک امریکا غږ آشنا ته وویل "که څه هم د اوتار سنګهـ تشه څوک نه شي ډکولی، خو بیا هم موږ په دې اړه مشورې کوو، چې پر ځای یې بل کس معرفي کړو".

ښاغلي هریندر سینګهـ په ولسي جرګه کې یوه څوکۍ د سیکانو او هندوانو قانوني حق وباله او زیاته یې کړه، چې دوی به د خپل له دغه حق څخه دفاع کوي.

د هغه پر وینا، افغانستان یې کور دی او په هر ډول حالت کې به په دغه هیواد کې پاتې کیږي.

XS
SM
MD
LG