د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي وايي جنګ کې د افغان ځانګړو ځواکونو رول زیات شوی


یو افغان کوماندو په ۱۴ اپریل د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د امریکا له بمبارۍ وروسته په یو کلی کې د څارنې په حال کې
یو افغان کوماندو په ۱۴ اپریل د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د امریکا له بمبارۍ وروسته په یو کلی کې د څارنې په حال کې

د افغانستان حکومت د هغو ځانګړو یا کومانډو ځواکونو شمیر دوه برابره کړی چې په سیمه کې تر ټولو ښه ګڼل کیږي او په اړه یې ویل کیږي چې لا یې یوه جګړه هم نه ده بایللې.

امریکايي جنرالان وايي دغه کومانډو د افغانستان د تر ټولو ماهره جنګي ځواک دی او طالبان یې وارخطا کړي دي. یو افغان کو مانډو وویل چې له پیل څخه یې د کومانډو له ځواکونو سره یوځای کیدل غوښتل، ځکه چې په افغانستان کې د ځانګړو ځواکونو په پرتله بله ښه قوه نشته.

یو کومانډو وویل "تاسو پوهیږئ مونږ ښکاریان یو. زه تاسو ته وایم چې مونږ د ناوړو کسانو په لټه کې یو چې له منځه یې یوسو".

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل "زمونږ کومانډویان نوم چې څوک آوري، نو په سوریو ننوځي. دا قهرمانان دي. دوی د وطن خدمتګاران دي. دوی خپل سر، خپله وینه په لاس کې نیولې ده – د وطن د خدمت لپاره."

د سږ کال په سر کې جمهور رئیس اشرف غني د افغان ځانګړو ځواکونو د شمېر د زیاتولو امر وکړ. دغه ځواکونو له کندز څځه نیولي تر هلمند پورې د هغو کلیو دفاع کوي چې طالبان ورته ګواښ پیښوي. د یاغیانو په پټنځاینو ناڅاپې حملې د دغو ځواکونو ځانګړتیا ده.

د ځانګړو قطعاتو د روزنې قوماندان احمد زکریا وايي "زمونږ کومانډو ځانګړي ځواکونه د پوځ د تاج حیثیت لري. هغوی داسې روزل کیږي چې د جګړې په ډګر کې باید هره جګړه وګټي."

په افغانستان کې د امریکا لوړ پوړي قومندان جان نکلسن په وروستیو کې وویل چې د امریکايي پوځونو د زیاتوالي په نتیجه کې به د افغان ځواکونو روزنه زیاته او د هوايي او ځانګړو عملیاتو د جنګیالیو شمیر به زیات شي.

د ځانګړو ځواکونو د آپراسیون قوماندان ډګروال احمد ذبیح الله وايي چې د ځانګړو ځواکونو په شمیر کې زیاتوالی په هیواد کې د زیاتو سیمو بیرته لاس ته راوړلواو د نورو عملیاتو ترسره کولو معنی لري.

د افغانستان ځانګړو ځواکونو او قوماندو له هغه وخت راهیسې د یاغیانو د حملو مخه نیولې ده چې د ۲۰۱۴ د سمبر په میاشت کې د نړیوالو پوځونو جګړه ییز ماموریت پای ته ورسید.

د دغو ځواکونو په اړه ټول معلومات تقریبآ مخفي بلل کیږي او چارواکي دا هم نه وايي چې دقیقآ د دغو ځواکونو شمېر څومره دی، خو ویل کیږي چې د افغانستان د ملي ځواکونو د شمیر اوه سلنه ده. دغه ځواکونه په ځانګړو محاربوي وسایلو سنبال دی.

XS
SM
MD
LG