د افغان محصلینو نړیوالې ټولنې (IASA) د پاکستان د لاهور د کېنګ اډوارډ طبي پوهنتون هغه پرېکړه غندلې چې له مخې یې یو شمېر افغان محصلانو او نورو افغان اوسېدونکو ته د پوهنتون د لیلیې د تخلیې امر شوی دی.
یادې ټولنې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د پوهنتون ادارې هغو افغان محصلینو ، ډاکترانو او نورو افغانانو ته چې په لیلیه کې ژوند کوي او د ویزو موده یې پای ته رسېدلې، یوازې ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې لیلیه پرېږدي. په اعلامیه کې راغلي، که دوی په ټاکلي وخت ونه وځي، په زور به وایستل شي.
د ټولنې په وینا، د دې پرېکړې ناڅاپي پلي کېدل به د افغان محصلانو پر زدهکړو، رواني وضعیت او بشري شرایطو منفي اغېزې ولري.
ټولنې همدارنګه له نړیوالو ادارو، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR)، یونسکو، یونیسف او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) غوښتنه کړې چې د افغان محصلانو د زدهکړو د دوام او ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
په همدې حال کې یو شمېر افغان کډوال وایي، پاکستان په داسې وخت کې د بېاسناده افغانانو د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه کړې چې د افغانانو لپاره د ویزو ورکول او تمدید هم درېدلي دي.
د پاکستان حکومت چې د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې یې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی، د جولای له ۱۰مې نېټې راهیسې یې د هغو افغانانو پر ضد هم نوې لړۍ پیل کړې چې د پاکستان د چارواکو په وینا، د قانوني استوګنې معتبر اسناد نه لري.
پاکستاني چارواکو تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویلي چې د جولای له ۱۰مې وروسته یې څومره افغانان نیولي یا ایستلي دي. خو د راپورونو له مخې په دې موده کې لسګونه افغانان نیول شوي او یا هم په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د کابل او اسلاماباد اړیکې د تېر کال له وروستیو راهیسې د سرحدي نښتو او امنیتي اختلافاتو له زیاتېدو وروسته ترینګلې شوې دي.
پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) غړي په افغانستان کې پناه ځایونه لري او په پاکستان کې بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي. د طالبانو حکومت دا ادعاوې ردوي او وایي، اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکارول شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د شمېرو له مخې، پاکستان د ۲۰۲۴ کال تر پایه د ۲.۸ میلیونو څخه د ډېرو افغانانو کوربه و. په دې ډله کې ثبت شوي کډوال، د افغان تابعیت کارت لرونکي او بېاسناده افغانان شامل دي.
د دغې ادارې د وروستیو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه له ۱۵۸ زرو څخه ډېر افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي چې په کې دواړه داوطلبانه او جبري بېرته ستنېدنې شاملې دي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې ویاند، چارلي ګوډلېک، په دې وروستیو کې ویلي چې تمه کېږي د ۲۰۲۶ کال تر پایه له دوو تر دوه نیمو میلیونو پورې نور افغانان هم هېواد ته ستانه شي.
هغه خبرداری ورکړی چې د ستنېدونکو کډوالو دغه لویه څپه به د افغانستان پر بشري وضعیت او محدودو امکاناتو نور هم فشار زیات کړي.
فورم \ دبحث خونه