د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالحي مطمین: شاید د سولې خبرې ژر پیل نشي


عبدالحی مطمین وايي چې د ملا منصور په مشرۍ د هېڅ طالب چارواکي اعتراض نشته.
عبدالحی مطمین وايي چې د ملا منصور په مشرۍ د هېڅ طالب چارواکي اعتراض نشته.

د طالبانو د نوي مشرد سیاسي چارو سلاکار عبدلحی مطمین د امریکا غږ اشنا ته وویل چې د طالبانو مشران د ملا منصور په مشرۍ هېڅ اعتراض نلري.

ښاغلی مطمین وايي چې ملا منصور له ډېرو کلونو راهیسي د طالبانو چارې سمبالوي او د ملا عمر مرستیال هم وو.

هغه وايي "د طالبانو د شورا زیاتره غړو د ملا منصور ملاتړ کړی دی، ځکه تر ټولو غوره کاندید و."

خو، د ملا منصور له انتخاب وروسته ځینو طالب چارواکو اعتراض وکړ او په دغه لړ کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر طیب اغا هم استعفی ورکړه.

مطمین د افغانستان د حکومت سره په نژدې راتلونکي کې د سولې د خبرو اترو امکان هم رد کړ.

هغه وویل " منصور په خپلې لومړي وینا کې د افغانستان د حکومت سره د خبرو اترو امکان رد کړی او ویلي دي چې طالبان به د بهرنیانو او افغان حکومت په خلاف وسله والې جگړه روانه وساتي."

مطمین داسې مهال دا خبره کوي چې په افغانستان کې د طالبانو لوړپوړي مشران د طالبانو د مشرۍ پر سر د پېدا شوي ستونزو د حلولو لپاره خبرې اترې کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته دغه رپورټونه تاید کړ خو دا یې ونه ویل چې دغه طالب مشران په کوم ځای کې سره خبرې کوي.

اخوا افغانستان ته د اورپایي اتحادیې استاځي فرانز مایکل ملبن په اسلام اباد کې وویل چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه مایوسه شوی دی.

ښاغلي ملبن وویل "پوښتنه دا ده جې ایا منصور به د طالبان مشر پاتي شی. اوس داسي ښکاري چې هغه به د طالبانو د مشر په توګه خپلې ته ادامه ورکولو کې کامیابه شي. دا هم یوه ډیره مهمه پوښتنه ده چې ایا هغه به د سولې خبرې اترې بیا شروع کړي کنه؟."

د جولاۍ په اوومه نیټه پاکستان د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو سلسله شروع کړی وه او د دغو خبرو کوربه وو.

دا د دغو دواړو تر منځ د تېرو ١۴ کلونو په مودې کې لومړنۍ مخامخ خبرې اتری وی، خو د ملا عمر د مرگ اعلان دغه خبرې وځنډولې.

د ملا عمر د ځای ناستي منصور د ټاکل کیدو نه څو ورځې ورسته په کابل کې په پرله پسې توگه خونړۍ حملې وشوې چې پکې د ۴٠٠ شا او خوا کسان ووژل او زخمیان شول.

د دغو زیاتره حملو مسولیت طالبانو په غاړه واخیست.

د دغه حملو نه ورسته د افغانستان ولسمشر اشرف غني په پاکستان باندېتور ولگاوه چې ترهگرو ته اجازه ورکوي افغانستان ته ورشي او حملېوکړي.

اسلام اباد د افغانستان د حکومت دغه تورونه رد کړیدي.

XS
SM
MD
LG