د امریکا په اوکلاهوما ایالت کې یو افغان ځوان چې د ټاکنو په ورځ د ترهګریز پلان د جوړولو په تور په ۱۵ کاله بند محکوم شو.
د اوکلاهوما فدرالي څارنوالانو ویلي چې یو ۱۹ کلن افغان ځوان، د عبدالله حاجي زاده په متحدو ایالتونو کې د انتخاباتو د ورځې د برید د یوې پلان شوې دسیسې په تړاو مجرم بلل شوی او په ۱۵ کلونو بند محکوم شو.
حاجي زاده، چې د افغانستان تبعه او د امریکا دایمي استوګن و په اپریل میاشته کې اعتراف وکړ چې د برید په هدف یې د وسلې او ځینو مهماتو د اخیستو هڅه کړې وه.
د محکمې اسناد ښيي چې حاجي زاده د بند له مودې وروسته د امریکا نه د ایستل کېدو (ډیپورټ) موافقه هم کړې ده. د هغه وکیل، جېف بایرز، د چهارشنبې په ورځ، د نوامبر ۱۹ مه د دې قضیې په اړه له څرګندونو ډډه وکړه.
د حاجې زاده تورن ملګری، ۲۷ کلن نصیر احمد توحیدي چې مخکې یې په افغانستان کې د یوې امریکايي پوځي اډې د امنیتي ساتونکي په توګه کار کړی و، د داعش وسلهوالې ډلې سره د مادي ملاتړ د برابرولو په هڅه او د ګډې دسیسې جوړولو جرم منلی دی چې تر ۳۵ کلونو پورې د بند سزا له خطر سره مخ دی.
فدرالي څارنوالانو ویلي چې حاجي زاده او توحیدي هڅه کړې وه چې د AK-47 ډوله ټوپکونه او ۵۰۰ مرمۍ ترلاسه کړي او د امریکا د ۲۰۲۴ میلادي کال د انتخاباتو په ورځ برید وکړي.
د اوکلاهاما سیټي د اف بي آې (FBI) د څانګې مشر، ډاګ ګوډ واټر، په یوه بیان کې وویل:
"د داعش په استازیتوب د متحده ایالاتو پر وړاندې د تاوتریخوالي دسیسې په جوړولو سره، تورن او د هغه ملګري په شرمناکه توګه هغه هیواد ته شا واړوله چې دوی ته یې امنیت او پناه ورکړې وه."
د ملي امنیت مرستیال لوی څارنوال جان ای ایزنبرګ وویل: "امریکا کې دحاجي زاده هرکلی وشو او د دې هیواد اوسېدونکو ته هر ډول فرصت برابر کړ شو، خو هغه بیا هم ترهګري غوره کړه او د ټاکنو په ورځ یې د داعش له خوا الهام اخیستل شوی برید پلان کړ."
دا قضیه د امریکا د کورني امنیت ادارو د هغو هڅو یوه برخه ده چې د انتخاباتو د ورځو پر مهال د هر ډول احتمالي ترهګریز ګواښ مخنیوی وکړي.
فورم \ دبحث خونه