د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: د ۵۰ طالبانو نومونه دې له تور لسټ څخه وایستل شي


افغانستان: د ۵۰ طالبانو نومونه دې له تور لسټ څخه وایستل شي
افغانستان: د ۵۰ طالبانو نومونه دې له تور لسټ څخه وایستل شي

دافغانستان حکومت له ملگرو ملتونو نه غواړی چې ۵۰ تنه طالبان له خپل تور لېست نه لېری کاندی. افغان حکومت ددې لپاره داهڅی کوی چې له ېاغېانو سره دسولی بهېر پرختگ وکړی او لس کلنه جگړه پاېته ورسېږی.

دملگرو ملتونو د هغې کومېټی مشر چی دالقاعده او طآلبانو خلاف دبندېزونو څارنه کوی هغه د سه شنبی په ورځ ووېل چې داکمېټه به په دې فېصله وکړ ی چې په راتلونکېو اونېو کې دانومونه له تور لېست نه وباسی او که نه. دتور لېست پر طالبانو باندی د سفر کولو او شتمنی د ضبط کوولو بندېز لگولی دی.

پېټر واېټېگ په ملگرو ملتونو کې د جرمنی استاځی خبرېالانو ته ووېل چې په دغه لېست کې بدلون به په افغانستان کې سېاسی بدلونونه راولی.

رپوټ وايی چې دافغانستان جمهوررئېس حآمدکرزی ېوه داسی کومېټه جوړه کړېده چې د طالبانو دهغو غړېو سره سوله وکړی چې له تشدد نه لاس اخلی ، دافغانستان اساسی قانون ومنی او له القاعده سره خپلې اړېکی وشلوی.

XS
SM
MD
LG