د لاس رسي وړ اتصالات

افغان لوبډله د نړیوال جام دویم پړاو ته ورسیده


په نړیوال جام کې د سرلینکا وړاندې د افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ ټیم پاکستان ته هم ماتې ورکړې وه.
په نړیوال جام کې د سرلینکا وړاندې د افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ ټیم پاکستان ته هم ماتې ورکړې وه.

د افغانستان د کرکټ د نوولس کلنو لوبډلې د کرکټ په نړیوال جام کې خپلې قوي سیالې لوبډلې سریلانکا نوولس کلنو لوبډلې ته د ډک لویس سیستم په اساس په ۳۲ منډو ماتې ورکړه.

دا د نوولس کلنو په نړیوال جام کې د افغانستان د نوولس کلنو دوهمه لویه بریا ده چې په خپل ډي ګروپ کې یې لري، په لومړۍ سیالۍ کې یې پاکستان او په دوهمه کې یې دا دی سریلانکا ماته کړه.

افغانستان د اوو لوبغاړو په سوځېدو په پنځوسو اورونو کې ۲۸۴ منډې وکړې، ابراهیم ځدراڼ ۸۶، درویش رسولي ۶۳ او اکرام علي خیل ۵۵ منډې وکړې.

لوبه د نیوزلینډ په وانګاری لوبغالي کې وشوه. خو لوبه اسانه نه وه او هواء د لوبې په بدلون کې زیاته ونډه درلوده، د افغانستان دا هدف د سریلانکا لوبډلې ته اسانه نه وو.

لوبه د باران له وجې څو ځلې ودرېده خو بالاخره د لوبڅارانو په پرېکړې د ډک لویس د سیستم په اساس د افغانستان هدف سریلانکا د ۲۳۵ منډو ورکړل شول.

سریلانکا لوبغاړو تېزې منډې کولې ولې و نه توانېدل چې د افغانستان هدف پوره کړي.

د افغانستان د لوبډلې کپټان نوین الحق د سریلانکا څلور لوبغاړي، قیس احمد او عظمت الله عمرزي دوه دوه لوبغاړي وسوځول، دوه نور په منډه وسوځېدل.

دې سره افغانستان په خپل ګروپ کې په سر کې لومړی مقام لري او د خپل ګروپ دریم او وروستۍ لوبه د شنبې په ورځ د آیرلنډ سره لري.

د لوبې غوره لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ وو.

XS
SM
MD
LG