د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان بیا په پوهنتونونو کې حضوري درسونه پيلوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، د دغه هیواد د کابینې د پرېکړې په اساس ټاکل شوې د پوهنتونونو حضوري درسونه د روانې کب میاشتې پر ۱۵مه نېټه پيل شي.

دا حضوري درسونه د کروناویروس د خپرېدو له ویرې بند شوي وو.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند حمید عبیدي نن دوشنبه فبروري ۲۲ (کب څلورمه) رسنیو ته په لېږلې پیغام کې ویلي چې ټاکل شوې په لومړنیو څلورو اونیو کې د دغه هیواد په تحصلي بنسټونو کې «تشدیدي درسونه» دوام پیدا کړي او تر هغه وروسته به د سمسترونو وروستۍ ازموینې واخیستل شي.

عبیدي همدارنګه ویلي چې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د نوو سمسترونو درسونه به د ۱۴۰۰ کال د غوايي میاشتې پر ۲۰مه نېټه پيل شي.

افغان حکومت د روان کال د لېندۍ میاشتې په لومړیو کې د کرونا ویروس د دوهمې څپې د رابرسېره کېدو له امله په هیواد کې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه رخصت کړل.

د افغانستان د پوهنې وزارت هم اعلان کړی چې د دغه هیواد د سړو سیمو ښوونځیو کلنۍ ازموینې به د کب میاشتې پر لسمه نېټه پيل شي.

بلخوا د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې په تېر هجري شمسي کال کې ۷۶۳۷۸۶ نوي زده کوونکي ښوونځيو ته شامل شوي چې ۴۲ سلنه یې نجونې دي.

یاد وزارت نن دوشنبه ویلي چې په دې سره په ښوونځو کې د ټولو زده کوونکو شمېر۹،۷میلیونو ته رسیږي چې ۳۸سلنه یې انجونې دي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو په اساس یاد زده کوونکي په ۱۷،۰۶۰دولتي او خصوصي ښوونځیو کې زده کړې کوي.

XS
SM
MD
LG