د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پوهنتونونو حضوري زده کړې سبا پیل کیږي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د کابینې د پرېکړې په اساس ټاکل شوې سبا چهارشنبه ټول پوهنتونونه په حضوري ډول د محصلینو پرمخ پرانیستل شي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي نن سې شنبه اګست ۴مه (زمري ۱۴) په کابل کې خبریالانو ته وویل ښوونځي به بند وي او د پرانیستلو په اړه به یې وروسته پرېکړه وشي.

هغه زیاته کړه: "د پوهنتونونو په اړه پرېکړه وشوه،د هغه طرحې په اساس چې د لوړو زده کړو وزارت شریکه کړې وه،ټاکل شوې سبا پوهنتونونه خلاص شي،اما د ښوونځیو په اړه باید موږ د پوهنې وزارت نوې طرحې باید په تمه وه اوسوو."

ښاغلي صدیقي وویل چې د ښوونځیو بیرته پرانیستلو په اړ د پوهنې وزارت طرحه د کابینې لخوا تائید نه شوه.

نوموړي زیاته کړه چې د کابینې په نننۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې د پوهنې وزارت باید د ښوونځیو بیرته پرانیستلو په اړه نوې طرحه د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي تر څو د هغه طرحې په اساس پرېکړه وشي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند وویل چې د پوهنتونونو تر پرانیستلو وروسته باید ټول روغتیايي لار ښوونې مراعت شي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته شااوخوا پنځه میاشتې مخکې د هیواد ټول تعلیمي مرکزونه رخصت شول.

دا په داسې حال کې ده چې نن د عامې روغتیا وزارت ویاند هم په کابل کې خبریالانو ته وویل چې اوس مهال په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو فیصدي له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنې پورې ده.

ډاکتر اکمل سمسور وویل د دې لپاره چې په هیواد کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو فیصدي ۵ سلنې راټیټ شي په هغه صورت کې به ټول تعلیمي مرکزونه د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شي.

خو د روغتیا وزارت ویاند وویل چې د تعلیمي مرکزونو پرانیستلو پرمهال باید روغتیايي لارښوونې په نظر کې ونیول شي.

XS
SM
MD
LG