افغان چارواکي وایي چي وسله والو کسانو د کندهار د والي په هستوګنځي باندي حمله کړې ده. دحکومت یوه نطاق نن د شنبې په ورځ وویل چي په دې حمله کي درې ملکي خلک زخمي شوي دي.
طالبانو ویلي دي چي دا حمله دوي کړې ده او دا یې هم وویل چی ددوی سړي د ښار په څو سیمو کي اچول شوي دي.
عینی شاهدان وایي چي د غټو چاودنو غږونه هم اوریدل شوي دي.
د کندهار د والي په هستوګنځي باندي دا حمله یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چي طالبانو یوه بیانیه خپره کړه او په هغې کي یې وویل چی د اسامه بن لادن مرګ به د طالبانو مورال او روحیه قوي کړي.
تیره هفته طالبانو د پسرلي د حملو د پیلولو اعلان وکړ او هوډ یې وکړ چي په افغانستان کي به په خارجي عسکرو او افغان حکومتي چارواکو باندي خپلي حملې زیاتي کړي.