د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي کارپوه: د افغانستان او امریکا د اړیکو نوی دور پیلیږي


د رانډ کارپوریشن د څیړنو د مرکز کار پوه ښاغلی جیسن کیمبل وايي چې افغانستان کې د امریکايی عسکرو د سرنوشت په اړه سمدستي دومره ویلی شو چې دا به د دې کال په اخره کې هغسې ونه وشي څنگه چې مخکې اټکل کیده او ښایي په راتلوونکي کال کې هم له توقع او پلان نه زیات امریکايی عسکر په افغانستان کې پاتې شي.

افغانستان کې د امریکايی ځواکونو پاتې کیدل باید د جنترۍ د نیټو په اساس ونه وسي، بلکې د حالاتو او امینتي شرایطو په اساس ووسي.
افغانستان کې د امریکايی ځواکونو پاتې کیدل باید د جنترۍ د نیټو په اساس ونه وسي، بلکې د حالاتو او امینتي شرایطو په اساس ووسي.

پښاغلی کیمبل وايي چې زه بیا پخپله د دې طرفدار یم چې د کال ٢٠١٦ نه پس هم باید د عسکرو په ایستلو کې عجله ونیشي.

هغه وايي «زه پخپله د دې خبرې ملاتړ او حتی غوښتنه به هم وکړم چې کال ٢٠١٦ اخر کې د ټولو عسکرو د ایستلو کوم پلان چې دی، هغه باید بدل شي، او امریکايي عسکر په دې اساس ونه ایستل شي، چې وخت ېې پوره شویدی، بلکې باید په دې مسله کې دا وکتل شي، چې افغانستان امریکايي عسکرو ته ضرورت لري او که نه؟

هغه وویل چې موږ د عراق ترخه تجربه لرو، نو باید افغانستان کې ېې تکرار نه کړو او اوس چې د افغانستان د نوي حکومت سره کومه همکاري په نظامي ساحه کې لرو ،د هغې نه په استفادې سره اینده دپاره په مشوره پلانونه وسنجوو.

ښاغلي کیمبل د افغانستان د نوي ملي وحدت د حکومت په اړه د امریکا د دریځ په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې تر اوسه د ښاغلي اشرف غني په مشرۍ د ملي وحدت ډیر ښه کارونه کړي او د امریکا حکومت ورنه راځي ښکاري، او بیا په تیره چې د تیر ولسمشر حامد کرزي سره د اړیکو په تناظر کې چې ورته وگورو نو نور هم صمیمي بریښي.

هغه په دې اړه زیاته کړه.«که رښیتیا راباندې واېې نو د ولسمشر حامد کرزي دوره ختمیدل یو مثبت بدلون دی، په تیره وروستي یو نیم کال کې چې اړېکې څنگه لوړو ژورو سره مخ شوې وې، د هغې نه پس د نوي حکومت راتگ سره نړیواله ټولنه هم خوشاله ښکاري.

هغه وايي چې نړیواله ټولنه د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله د شریک حکومت د کارونو نه راضي دي او څومره ځنډ ېې چې کړی،په هغې ارزي .نو مجموع کې د افغانستان ولس هم دې بدلون نه خوشاله دي او نړیواله ټولنه په شمول د امریکا د دوي د ملي وحدت د کارونو او پلانونو نه خوښي دي.

د ښاغلي اشرف غني په مشرۍ د ملي وحدت ډیر ښه کارونه کړي او د امریکا حکومت ورنه راځي ښکاري، او بیا په تیره چې د تیر ولسمشر حامد کرزي سره د اړیکو په تناظر کې چې ورته وگورو نو نور هم صمیمي بریښي.
د ښاغلي اشرف غني په مشرۍ د ملي وحدت ډیر ښه کارونه کړي او د امریکا حکومت ورنه راځي ښکاري، او بیا په تیره چې د تیر ولسمشر حامد کرزي سره د اړیکو په تناظر کې چې ورته وگورو نو نور هم صمیمي بریښي.

د رنډ کارپوریشن د څیړونو د مرکز کار پوه ښاغلي کیمبل امریکا ته د افغانمشرانو د سفر د ارزښت په اړه وویل چې دوي په ډېر مهم وخت کې راغلي دي. امریکا د دواړو مشرانو سره ډیرې ښې اړېکې لري او دوي هم د امریکا او افغانستان په شریکو گټو خبر دي.

هغه زیاته کړه چې «ترڅو پورې چې د امریکا دپاره د دې سفر اهمیت دی نو ځکه هم ډیر مهم دی چې د تیر ولسمشر حامد کرزي سره د خړو پړو اړیکو نه پس یو ښه بدلون دی، دا به د دواړو ملکونو ترمنځ د اړیکو یو نوی پیل وي.

ښاغلي کیمبل وویل چې دواړه امریکا او افغانستان د ددې سفر په اهمیت ښه پوهیږي او دې سفر نه پس به هر اړخیزو چارو کې یو نوی دور پیل شي ،چې اغیزې به ېې راتلونکو کلنو کې ووینو.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG