د لاس رسي وړ اتصالات

په پنجشیر کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۳ تنه ووژل


تصویر پخوانی دی او د امریکا غږ ویېپاڼې له ارشیف څخه اخیستل شوی دی
تصویر پخوانی دی او د امریکا غږ ویېپاڼې له ارشیف څخه اخیستل شوی دی
په پنجشیر کې چارواکي وایي لږ تر لږه څلور پولیس او اووه اوولسي وګړي په یو ځانمرګي موټر بمب برید کې ووژل شول .

برید د پنجشنبې په ورځ ( مۍ ۱) پر ماسپښین شوی دی .

د پنجشیر والي عبدالرحمن کریمي امریکا غږ ته وویل چې ځان وژونکي خپل له چاودېدونکو توکو ډګ کاډی د پنجشیر ولایت پر ننوتونکې دروازې چولی دی :

« په برید کې څلور پولیس او اووه کاریګر چې د پنجشیر ولایت دخولې دروازه یې رغوله وژل شوي دي، ۲۰ تنه نور چې زیاتره یې ملکیان دي ژوبل شوي دي .»

ښاغلي کریمي وویل چې ژوبل شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي دي .

په همدې حال کې د پنجشیر د والي ویاند غلام رسول فراهي وايي په ګاډي کې څلور برېدګر ناست و چې د پولیسو له لورې تر درول کېدو وروسته چاودنه کړې او څلور واړه وژل شوي دي .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوې خپرې شوې اعلامیه کې بیا د وژل شوو پولیسو شمېر شپږ ښودلی دی، چې ښايي د تلفاتو شمېره نوره هم لوړه شي.

څه موده وړاندې په یو ډله ییز وسله وال او ځانمرګي برید کې چې د پنجشیر پر ولایتي ودانۍ وشو ګڼ خلک یې ووژل او ژوبل کړل.

پنجشیر د افغانستان په شمال کې پروت یوه تر ټولو با امنه ولایت بلل کیږي، چې دا ډول ځانمرګي بریدونه په کې ښايي د ډېرو لپاره هېښوونکي دي .
XS
SM
MD
LG