افغان پولیس وايي چې په هغه سړي پسي گرځي چې پیدا یې کړي چې وایي خپله ښځه یې ځکه وژلې ده چې هلک نه بلکه نجلی یې زیږولې ده.
د قندوز په ولایت کی پولیس وایی د دې وژل شوې ښځی خواښې یې نیولی ده خو میړه یی تښتیدلی دی.
د افغانوښځو په حق کې ظلم او زور د امریکایی قواوو د حملی نه لس کاله وروسته چه د طالبانو مستبد رژیم یی له منځه یووړ، اوس هم یوه غټه ستونزه ده او ادامه لري.
پرون یو افغان مهاجر محمد شافعي ، د هغه ښځه او د هغه زوي په کاناډا کې محکمې ، د کورنۍ د درو نجوڼو او یوې میرمن د وژلو له امله چې دغیرت په نوم یې وژلی وې، مجرمین وبلل.
دغه درې واړه ، د درو انجوڼو د وژلوله امله په ٢٥، ٢٥ کالونو بند محکوم شول. څارنوال وویل دغه درې ځوانې خویندې ځکه وژل شويدي چې سمې جامې یی نه اغوستې ، هلکانو سره گرځیدې او د انترنټ په وسیله یې د هلکانوسره رابطې جوړولې .
تیره میاشت افغان پولیس، یوه پنځلس کلنه ناوې چې، میړه یې شپږ میاشتی په تاکاوې کې بندی کړی وه ، ازاده کړه. دا ښځه ځکه وهل شوې وه ، شکنجه شوی وه او نوکان یی ایستل شوی و چه خسرگنۍ یی کوشش کاوه چې هغه فاحشه توب ته غاړه کیدي خو هغی نه منله.