د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د یو ایس ایډ په دفتر حمله کړیده


د طالبانو ځان مرګو بم چونکو د افغانستان په شمال کی د امریکا د مرستو رسولو یا ( یو ایس اېډ ) په یوې ودانۍ باندي حمله کړې، لږترلږه څلور کسه یې وژلي او 24 تنه یې زخمي کړي دي.

د کندز چارواکي وایی چی یوه ځان مرگه نن د جمعې په ورځ سهار اول خپل موټر چی بمونه یې په کي ایښي وو، ددې ودانۍ دروازې ته ورساوه او بمونه یې په کی وچول چی نورو پنځو تنو ته لار خلاصه کړي چی ورننوځي او په ډزو پیل وکړي.

په وژل شویو کسانو کې یو افغان پولیس او یو افغان محافظ او درې تنه بهرنیان چې یو یې جرمنی، بل یې برتانوی او دریم یې فلیپینی ؤ. ټول حمله کوونکي د افغان امنیتي قواوو سره په څه د پاسه پنځه ساعته جګړې کې وژل شویدي.

طالبانو ویلي دي چې دغه حملي هغوي کړیده.

دا حمله پداسې حال کې کیږي چې جنرال ډیوډ پیټریس نن د جمعې په ورځ کابل ته ورسید چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواوو د تقریباً 140 زره عسکرو قومانده په غاړه واخلي.

XS
SM
MD
LG