د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د عاشورا د ورځې تلفات ۵۹ نه ۸۰ تنه دي


کرزی: د عاشورا د ورځې تلفات ۵۹ نه ۸۰ تنه دي
کرزی: د عاشورا د ورځې تلفات ۵۹ نه ۸۰ تنه دي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وویل، په هیواد کې په شیعه گانو د سه شنبې د ورځی په فرقه یی حملو کې، چې کله نا کله پیښیږي، لږ تر لږه اتیا کسه وژل شویدي. دا شمیرد مخکني رقم ، (٥٩) نه ډیرلوړ دی.

ښاغلي کرزي په کابل کې په یوه بیان کې وویل چې د مړو په دغه نوي شمیر نن د ورځې وختی خبر شو او د بمونو د چاودنو ملامتي یی په هغو خلکو واچوله چه کوشش کوی په افغانستان کی سوله او ثبات رانشي.

د دسمبر په شپږمه په دغې مرگانې حملې کې، یو ځان مرگي په کابل کې د عاشورا په ورځ د شیعه گانو یوه زیارت ته نژدې په ځان پورې تړلي بمونه وچول. ددې پیښې سره سم په مزارشریف کې هم د شیعه گانو د یو زیارت سره د بم همدغسې یوه چاودنه وشوه.

مقاماتو په کابل کې د مړو رسمي شمیر ٥٥ او په مزارشریف کې څلور وښوده. دا نده څرگنده چې دغه اتیا مړي ، چې ښاغلي کرزي یې یادونه وکړه، یواځې په کابل کی دي، که په دواړو ښارونو کی ٨٠ تنه وژل شویدي.

لشکر جنگوي ډلې چې مرکز یې په پاکستان کې دی، ویلي دي چې په کابل کې حمله دوي کړیده. د دی سره دا ویره پیدا کیږي چې کیدی شي په سونیانو باندې به حملې وشي لکه په عراق او پاکستان کی چې کیږي.

په افغانستان کی د امریکا سفیر راین کرارکر، پرون وویل ، هغه داسي فکر نه کوي چې د عاشورا د ورځې بمي چاودنې به فرقه یي شخړې را وپاروي ځکه چې د افغانستان د شیعه گانو رهبرانو د خلکو نه غوښتي دی چې کرار اوسي.

د افغانستان جگړه ماړو طالبانو نن بیا یو بل بیان خپورکړیدی او دا حملې یي غندلي دي.

د تشدد په یوې بلې پیښې کې ، ناټو وایي دوه کسه یی نن د افغانستان په ختیځ کې د بم په یوه حمله کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG