د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د جگړې لپاره د امنیتي شرکت پلان   


د خصوصي امنیتي قواو نه په جگړه ډیره استفاده په عراق کې شوې ده
د خصوصي امنیتي قواو نه په جگړه ډیره استفاده په عراق کې شوې ده

د یوه پخواني شخصي امنیتي شرکت "بلک واټر" بنسټ ایښونکي د دونالد ټرمپ ادارې ته وړاندیز کړی چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د هڅو ستره برخه "خصوصي" کړي.

د"Frontier Services" د ډلې رئیس او اجرائیه مدیر ایریک پرنس، غواړي شاوخوا پنځه زره خصوصي پوځي قراردادیان د امریکایي سرتیرو پر ځای افغانستان ته د افغان امنیتي ځواکونو د زده کړو او مرستې لپاره واستوي.

ښاغلي پرنس د سه شنبې په ورځ د سي بي اس خبري شبکې سره په مرکه کې وویل د هغه پروگرام په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو کلنی لگښت چې ۴٥ میلیارده ډالر اټکل شوی، لس میلیارد ډالرو ته راټیټوي.

دا په داسې حال کې دي چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ تر اوسه د افغانستان د جگړې په هکله کومه ځانگړې ستراتیژي نه ده وړاندې کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن، په روانه اونۍ کې وویل "یواځې کولای شم چې ووایم چې جمهور رئیس ټرمپ نه غواړي هغه څه چې په افغانستان کې کوو هغې ته دوام ورکړي."

اوس ۸۴۰۰ امریکایي سرتیري په افغانستان کې میشت دي چې د افغان امنیتي ځواکونو سره د مشورې او زده کړو په برخه کې مرسته کوي.

تمه ده چې د امریکا د دفاع وزارت د امریکایي پوځیانو د وړاندیز په پام کې نیولو سره د ٣٠٠٠ نه تر ٥٠٠٠ زرو پورې سرتیري افغانستان ته واستوي.

ښاغلی پرنس وایي د خصوصي شرکت قراردادیانو ته د افغانستان د امنیتي ځواکونو د مشورې ورکولو او زده کړو د مسولیت په سپارلو سره کولای شي یوه "واحده قومانده" ایجاد کړي.

ایریک پرنس، د امریکا د پخواني خصوصي پوځي شرکت بلک واټر رئیس و
ایریک پرنس، د امریکا د پخواني خصوصي پوځي شرکت بلک واټر رئیس و

ښاغلي ایریک وویل "تاسو په پنځه لس کلونو کې ١٧ مختلف قوماندانان درلودل او ددې ترڅنگ مو په افغانستان کې سفیران او د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې رئیسان وو".

خو د ښاغلي پرنس په وینا په افغانستان کې د امریکا د جگړې په خصوصي کولو سره به "په څرگنده توگه یو معلوم شخص د پالیسۍ، لگښتونو او د امریکا د قوانینو د تعامل"مسؤل وي".

د ښاغلي پرنس د پروگرام په بنسټ قراردادي قواوی په دې خاطر د افغانستان په پوځ کې مدغم کیږي چې د هغه په وینا "متحده ایالات د لوا گانو په کچه د زده کړو او مشورې ورکولو پروگرام نه ترسره کوي."

خو ښاغلی پرنس ټینگار کوي چې هغه قراردادیان چې ده په پخپل پروگرام کې افغانستان ته د لیږلو لپاره په نظر کې نیولي دي "اجیر سرتیري" نه بلکه " قراردادي روزل شوي کسان، د مخکنیو ځانگړو عملیاتو مسلکي، او پخواني سرتیري به وي چې په دې برخه کې به بشپړه تجربې لري".

د "Frontier svervices" د ډلې رئیس وایي د افغانستان پوځ اوس د حکومت د مخالفینو پر ضد د ۷۰-۸۰ په سلو کې عملیاتو مسولیت په غاړه لري او "په ښه توگه یې هم دغه مسولیت ترسره کړی دی، خو په دې سره به د حکومت د مخالفو ډلو پر ضد جگړه تر ډیره د افغان پوځیانو په غاړه وي."

د امنیتي شرکت ملاتړي او مخالفین

بلک واټر، تر ډیره د یوې اجیر پوځ په توگه گڼل کیږي چې دمخه د امریکا متحده ایالاتو د عراق په جگړه کې په پراخه توگه ترې گټه اخیستې وه.

په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځي ماموریت د خصوصي کولو پروگرام د څه مودې راهیسې د سپینې ماڼۍ او د امریکا د کانگرس د داخلي کړیو د بحث موضوع ده چې پلویان او مخالفین لري.

د سپینې ماڼۍ لوړپوړي مشاورین جیرِد کوشنر او ستیف بینن، ددې پیشنهاد ملاتړي دي، خو د دفاع وزیر جیم متیس او د ملي امینت د مشاور مک ماستر په گډون د ښاغلي ټرمپ د کابینې نور غړي او همداشان افغان مقامات ددې طرحې په اړه لا تراوسه قانع نه دي.

XS
SM
MD
LG