د لاس رسي وړ اتصالات

ظریفه یعقوبي په کابل کې نیول شوې؛ یوناما یې خوشې کیدل غواړي


د ښځو د حقونو فعاله ظریفه یعقوبي
د ښځو د حقونو فعاله ظریفه یعقوبي

طالبانو د پنجشنبې په ورځ نومبر دریمه (لړم ۱۲) د ښځو د حقونو فعاله ظریفه یعقوبي او د هغې څلور نارینه همکاران د کابل په لویدیځ کې د ښځینه فعالانو د یوې خبري غونډې په ترڅ کې ونیول.

د ښځو د حقونو فعالې او د مېرمن یعقوبی یوې همکارې مونسه مبارز هم تائید کړه چې مېرمن یعقوبی له یو شمېر ښځینه فعالانو سره د کابل په لوېدیځ کې په یوه هوټل کې د ښځو د غورځنګ پرانیستلو لپاره تللې وه، د یو خبری کنفرانس پر مهال د طالبانو د استخباراتو د ادارې له خوا نیول شوې ده.

مېرمن مبارز چې په دې وروستیو کې یې په کابل کې څو احتجاجي پروګرامونه تررسه کړي امریکا غږ ته وویل چې د هغې د کورنۍ غړو ورسره لیدلي او "اغلې یعقوبي دا مهال د کابل په امنیه قومندانۍ کې ده".

د ښځو د حقونو دغې فعالې وویل، که څه هم طالبانو ویلي چې مېرمن یعقوبي او د هغې همکاران به د جمعې په ورځ خوشې کړي، خو د هغې په وینا د جمعې د رخصتۍ او د کارکوونکو د نه شتون له امله طالبانو ویلي چې د شنبی په ورځ به پدې اړه پرېکړه وکړي.

اغلې مبارز زیاته کړه: "یوناما او اروپايي ټولنه په جریان کې دي او د طالبانو چارواکو سره [مسله] تعقیبوي او مېرمن کوفي هم له هغوی [طالبانو] سره خبرې پیل کړې دي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) څو شیبې وړاندې په یو ټوېټ کې اعلان وکړ چې "د ظریفه یعقوبي او څلورو نورو کسانو د نیولو په اړه چې پرون په کابل کې نیول شوي وو، له طالبانو سره په تماس کې دي".

یوناما زیاته کړه: "ټول افغانان له ځورونې او نیول کېدو پرته د سوله ییزې غونډې، د بیان او نظر د ازادۍ اساسي حق لري."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د مېرمن يعقوبي او د هغې د همکارانو پر نيول کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

په اعلامیه کې د سرچینو په حواله ویل شوي، چې طالبانو د دې خبري ناستې پاتې ګډونوال هم نیولي او د تالاشۍ او د هغوی د تلیفونونو له کتلو څخه یو ساعت وروسته خوشي کړي دي.

د بشري حقونو شورا ويلي، چې ټول افغانان له ځورونې او نيول کېدو پرته د سوله ييزې غونډې، د بيان او نظر د ازادۍ حق لري او له طالبانو يې وغوښتل، چې دغه حق ته درناوى وکړي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ هم د مېرمن یعقوبي پر نیول کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

ښاغلي ریچارډ بینیت په ټویټر لیکلي: "توقیف باید قانوني وي او د بندیانو حقونو ته باید درناوی وشي."

د طالبانو وياندویانو تر اوسه د دغو فعالانو د نيولو د علت په اړه څه نه دي ويلي.

ظریفه یعقوبي او یو شمېر ښځینه فعالانو د دوشنبې په ورځ هم د کابل په نوي ښار پارک کې مظاهره کړې وه چې د طالبانو پولیسو یې مخنیوی کړی و.

په کابل کې د دغو ښځينه فعالانو د نيول کېدو خبر پر ټولنيزو شبکو پراخ اغېز وکړ او کاروونکو يې د «ظريفه خوشې کړئ» هشتګ پيل کړ او د هغې د خلاصون غوښتنه يې وکړه.

XS
SM
MD
LG