د لاس رسي وړ اتصالات

سویس کې د افغان مېرمنو د بایسکل ځغلونې سیالۍ تر سره شوې


د ښځو د بایسکل ځغلونې په هغو سیالیو کې چې د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۲۳ (لړم اوله) د سویس د ایګل په ښار کې تر سره شوې، ۱۹ کلنې افغان بایسکل ځغلوونکې، فریبا هاشمي لومړی مقام وګټه.

د ۵۷ کیلومتره واټن په دې سیالیو کې د فریبا هاشمي مشرې خور یلدوز هاشمي دوهم مقام او زهرا رضایي دریم مقام وګټه.

ددې سیالیو هدف د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه "د خطر زنګ وهل" ښودل شوی دی.

د بایسکل ځغلونې نړیوالې اتحادیې (UCI) او د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون له خوا په جوړو شویو سیالیو کې شاوخوا ۵۰ افغان ښځېنه بایسکل ځغلوونکو برخه اخیستې وه چې د امریکا، کاناډا، استرالیا، فرانسې، ایټالیا او سویس څخه راغلي وې.

له افغانستان څخه دباندې ددغه سیالیو جوړېدل دا واقعیت څرګندوي چې افغان ښځینه بایسکل ځغلوونکي په خپل هېواد کې د سیالیو تر سره کولو اجازه نلري.

له چپ نه ښي لور ته: یلدوز هاشمي، فریبا هاشمي او زهرا رضایي
له چپ نه ښي لور ته: یلدوز هاشمي، فریبا هاشمي او زهرا رضایي

معصومه علیزاده چې د ۲۰۲۰ کال د جاپان د المپیک په لوبو کې یې د افغانستان استازیتوب کړی و، د یکشنبې د ورځې په سیالۍ کې شپږم مقام خپل کړ. هغې د بایسکل ځغلونې نړیوالې اتحادیې څخه له دې امله مننه وکړه چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د افغان بایسکل خغلوونکو مېرمنو سره له هېواد څخه د وتلو په برخه کې مرسته کړې ده.

مېرمن علیزاده وویل: " د بایسکل ځغلونې نړیوالې اتحادیې ددغو ميرمنو ژوند وژغوره. هغوی اوس کولای شي په یو امن هېواد کې ژوند وکړي، زدکړه وکړي او خپل ژوند له سره جوړ کړي."

دغه ۲۶ کلنه بایسکل ځغلوونکې چې دا وخت د فرانسې د لیل په ښار کې د مهندسۍ په برخه کې زدکړه کوي، وايي په پرونیو سیالیو کې یې د ګډون اصلي موخه دا وه چې هغه څه ته چې دا وخت په افغانستان کې روان دي، د نړیوالو پام کړي. مېرمن علیزاده زیاته کړه: "له دې امله چې کولای شم په سوله کې آزادانه بایسکل وچلوم، منندوی یمه، خو په عین وخت کې خواشینې هم یم."

ميرمن علیزاده وايي، په افغانستان کې د هغو ښځو وضعیت ته اندېښمنه ده چې غواړي کار وکړي خو، د هغې په خبره، د روان وضعیت او طالبانو د سختو قوانینو له امله کار ته نه پرېښودل کيږي.

XS
SM
MD
LG