د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست لسګونه نجونې له مختلفو طبي برخو فارغې شوې


په خوست ولايت کې د ښځو فعالانې او د لوړو زده کړو مسوولين وايي، د پراخه عامه پوهاوي په وجه په دې ولایت کې په طبي څانگو کې د زده کړو سره د نجونو لېوالتيا زياته شوې ده.

نن پنجنشنبه د نومبر ۱۳ نېټه د حکيم تڼيوال له خصوصي پوهنتون څخه څه باندې ۱۵۰ محصیلین فارغان شول چې نژدې ۴۵ فيصده يې نجونې وې.

دوی په لابراتوار، فارمسي، غاښونو او قابله ګۍ برخو کې زده کړې دي.

د نجونې دغه فيصده او په دې ولايت کې په نورو طبي تعليمي موسساتو کې د نجونو برخې اخيستنې ته په کتو سره ويل کېږي، چې له طبي زده کړو سره د هغوی لېوالتيا مخ پر زياتېدو ده.

پېغله رابيه د منځنيو طبي زده کړو په ياد شوي پوهنتون کې د غاښونو په برخه کې دوه کلنې زده کړې کړې او نن يې د يادې شوې غونډې په ترڅ کې تصديق پاڼه تر لاسه کړه.

هغه په دې اړه وايي: ((يوه محصله يم، موږ ته يې ډېره ښه زده کړه راکړې ده، چې خپل وطن ته خدمت وکړو. موږ ته کورنۍ په نورو برخو کې د زده کړو اجازه نه راکوله)).

ډاکټر مريم د پوهنتون يوه تنه استاده ده، هغې امريکاغږ ته وويل، چې په دې وروستيو کلونو کې په دې ولايت کې د نورو زده کړو ترڅنګ په طبي زده کړو کې د نجونو لېوالتيا د توقع خلاف ډېره زياته شوې.

مېرمن مريم يې لامل په لرې پرتو سيمو او ولسواليو کې پراخ عامه پوهاوی بولي، ځکه هغه وايي، اوس خلک په دې پوهېدلي، چې د نجونو زده کړه هم، د نارينه وو په شان مهمه او اړينه ده.

((په کومه برخه کې، چې دوی تحصيل کوي، کولای شي، خپلو ښځو ته خدمت وکړي. نو له همدې امله خلک ډېره لېوالتيا لري، چې پر خپلو نجونو د طب زده کړې وکړي)).

د قابله ګۍ له رېشتې څخه يوې تنې فارغې شوې نجلۍ زرينې امريکاغږ ته وويل، چې په مجموع کې طبي زده کړې د دې او د کورنۍ يې يوه لويه هيله وه.

زرينې د افغانستان د عامه روغتيا د وزارت له مسوولينو وغوښتل، چې دوی او په دې برخه کې نورو فارغېدونکو ښځينه محصلينو ته په روغتيايي مرکزونو کې د دندې ترسره کولو پوره امکانات برابر رکړي.

((له دولته غواړو، چې موږ ته په خپلو روغتيايي مرکزونو کې دندې راکړي، ځکه موږ ډېر زيار ايستلی دی. موږ چمتو يو، چې په مختلفو سيمو کې دندې ترسره کړو)).

دغه نجونو په نرسنګ، قابلګۍ، طب او نورو برخو کې زده کړې دي.
دغه نجونو په نرسنګ، قابلګۍ، طب او نورو برخو کې زده کړې دي.

د خوست د عامې روغتيا سرپرست رئيس ډاکټر هدايت الله حميدي د طب په برخه کې د ښځينه وو زده کړه ډېره مهمه بولي.

هغه زياتوي، هرڅومره، چې په دې برخه کې پرمختګ راځي، د مرکز په ګډون په لرې پرتو سيمو کې ښځينه ناروغانو ته لازمې اسانتياوې برابرېږي.

((پخوا هم د قابله ګۍ او نرسېنګ په برخو کې د موسسو له لوري نجونې روزل کېدې، خو دا چې اوس له يوه مسلکي پوهنتون څخه په مسلکي ډول فارغې شوې، زموږ خدمات به معياري شي)).

د شمېر له مخې په خوست ولايت کې پر دولتي پوهنتون سربېره پنځه خصوصي پوهنتونونه فعاليت کوي، چې مختلف ډوله پوهنځي او څانګې لري.

ويل کېږي، په مجموعي ډول په دغو ټولو پوهنتونونو کې نږدې دوه نيم سوه نجونې لوړې زده کړې کوي، چې نوي فيصده يې پر طبي زده کړو بوختې دي. دغه راز د ناروې هېواد له لوري په نرسېنګ او قابله ګۍ کې هم کابو پنځوس نجونو تازه زده کړې پيل کړې دي.

XS
SM
MD
LG