د لاس رسي وړ اتصالات

د نجونو فوټبال لیګ؛ کابل لوبډلې غور ته ماتې ورکړه


کابل له بامیان، غور له هرات سره نیمه پایلوبې ته ووتله
کابل له بامیان، غور له هرات سره نیمه پایلوبې ته ووتله

د افغانستان د نجونو او ښځو د فوټبال غوره لیګ د ګروپي سیالیو په دوام نن دوشنبه اکتوبر ۱۲(تلې۲۱) د کابل او غور د ښځینه ټېمونو ترمنځ سیالي تر سره شوه.

د افغانستان د فوټبال فدارسیون د معلوماتو په اساس د کابل د ښځینه فوټبال ټېم د غور لوبډلې ته ۲ د ۱ په وړاندې په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته ووتله.

د کابل ښځینه ټېم کیپتانې منیژه نوري د غور پر لوبډلې دوه ګلونه ووهل او د غور لوبډلې لوبغاړې سهیلا عظیمي پر کابل لوبډلې یو ګول وواهه.

د یاد فدراسیون د معلوماتو په اساس کابل لوبډله د څلورو امتیازونو په تر لاسه کولو سره د جدول سر ته تللې ده او د بامیانو لوبډلې سره نیمه پایلوبې ته ووتله.

د بامیان لوبډله هم د درې امتیازونو په تر لاسه کولو سره د دوهم ټېم په توګه نیمه پای لوبې ته وتلې ده.

د غور لوبډله هم د درې امتیازونو په لرلو سره د دوهم بریالي ټېم په توګه له هرات لوبډلې سر نیمه پایلوبې ته ووتله.

د افغانستان د ښځو د فوټبال غوره لیګ کې شپږ لوبډلې کابل، هرات، بلخ، بامیان، غور او جوزجان ګډون لري چې په دوو ډلو ویشل شوي دي.

په لومړۍ ډله کې هرات، بامیان، جوزجان او په دویمه کې کابل، بلخ او غور حضور لري.

د ښځو د فوټبال غوره لیګ سیالۍ په کابل کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په سټیډیوم کې ترسره کېږي او د اکتوبر په ۱۵مه پای ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG