د لاس رسي وړ اتصالات

ښځو شبکه: ښځې دې د تاوتریخوالي پر وړاندې کلکې ودریږي


 د بشري حقونو کمیسیون وايي، سږکال د تیرکال پرتله په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډیر شوی دی.
د بشري حقونو کمیسیون وايي، سږکال د تیرکال پرتله په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډیر شوی دی.

د افغانو ښځو شبکې چاروکې وايي، دغه شبکه په روان میلادي کال کې د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره خپله مبارزه د "پیوستون، مقاومت او یووالي" شعار لاندې پرمخ وړي.

د دغې شبکې په باور، افغانۍ ښځې کولای شي په "پیوستون، یووالي او مقاومت" سره د دوې پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیسي.

د افغان ښځو شبکې چارواکو نن د چهارشنبې په ورځ کابل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ضد یو میلیاردي پاڅون د پیل د ورځې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې پر افغان ښځو غږ وکړ چې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره دې یو بل ته سره لاسونه ورکړي.

د دې شبکې اجرائیوي مشرې حسینې ساپۍ د دغه پاڅون د موخې په اړه وویل"زموږد دغه پاڅون هدف دادی چې موږ په دې هدف یو چېکولای شو یو ځای په یووالي او پیوستون دغه تاوتریخوالی چې زموږ په ټولنه کې دی خلاص کړو او دا زموږ یو عمل او یو اقدام وه موږ کوشش کوو چې په کابل او ولایاتو کې چې په خپلو برنامو کې د تاوتریخوالي د کمښت لپاره پروګرامونه ولرو تر څو زموږ خلک هم پوه شي".

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ضد یو میلیاردي پاڅون د نړۍ په ۱۰۷ هیوادونو کې لمانځلکیږي.

د افغان ښځو شبکه په ۲۰۱۳ کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي له نړیوال یو میلیاردي پاڅون سره یو ځای شوې ده

د ښځو چارو وزارت که څه هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد دا ډول پاڅونونه او دې ته ورته مدني حرکتونه د ښځو پر ژوند اغیزمن بولي خو ټینګار کوي، چېدا ډول حرکتونه باید تر ډیره د لیرو پرتو سیمو د ښځو ژوند د ښه کیدو په موخه ترسره شي.

د ښځو چارو وزارت مطبوعاتي مسولې شکیلا نظري په دې اړه وویل " دا مهال موږ له نمایشي پروګرامونو ستړي یو او هڅه کوو چې دا پروګرامونه او هڅې د لیرو پرتو سیمو پر لور وغځوو موږ ډاډه یو چې د لیرو پرتو سیمو ښځې موږ ته ډیره اړتیا لري".

د ښځو د حقونو لپاره عدالت غوښتنه په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان بشري حقونه وایي چې د تیر لمریز کال په پرتله سږ کال د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی نیږدې۲۲ فیصده زیات شوی دی.

دغه کمیسیون وایي چې د روان لمریز کال په لسو میاشتو کېله دوې سره ۸۹۵ د تاوتریخوالي پیښې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG