د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان ښځو شبکه: له قید او شرط پرته د طالب بندیانو پرېښودل د منلو نه دي


د افغان ښځو شبکې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د خوشې کولو په اړه د خبرو یوه ورځ وروسته اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغې شبکې نن دوشنبه مارچ۲۳ (وري څلورمه) په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک په اړه لاهم ښځې اندېښمنې دي.

دغې شبکې ویلي دي که طالب بندیان د یوې ښکاره کړنلارې او د حقوقي لړۍ د عملي کېدو پرته خوشې شي، دا ورته د منلو وړ نه ده.

په اعلامیې کې راغلي:"موږ د حکومت دریځ سره چې د بندیانو مشروط خوشې کېدل دي مخالفت نه لرو خو د حکومت له خوا هر تعین شوی مخکنی شرط باید خلکو سره شریک شي."

دغه شبکه وايي چې د خلکو ساتنه د حکومت دنده ده او د هر هوکړه لیک په مقابل کې باید مسؤولانه عمل وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې تېره شپه د افغان حکومت او د طالبانو استازو تر منځ د امریکا او قطر استازو په شتون کې د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وشوې.

د یادې ادارې ویاند جاوید وفیصل ویلي: "په دې خبرو کې د تاوتریخوالي راکمېدو، تل پاتې اوربند، د سولې خبرو پیلېدو او تخنیکي اقداماتو باندې چې کولی شي د بندیانو خوشې کېدو لپاره لاره هواره کړي، بحث شوی دی."

له دې مخکې افغان حکومت ویلي چې طالب بندیان د خوشې کېدو مخکې بایومتریک کیږي او له هغوی نه د ضمانت لیکلی خط اخیستل کیږي تر څو د جګړې لیکو ته بیا ځلي ولاړ نشي.

له دې سره د افغان ښځو شبکې تېرو ټاکنو کې د خلکو ګډون ته په کتو ویلي چې موازي حکومت د خلکو په ګټه نه دی.

په اعلامیې کې راغلي چې "د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ سیاسي جنجالونه به هېواد لپاره نا جبرانېدونکی بحران رامنځ ته کړي او د سولې خبرو ته به تاوان ورسوي."

د دغې شبکې غړو دا هم ویلي چې دواړه سیاسي څېرې باید د یوې سیاسي اجماع رامنځ ته کولو لپاره هڅه وکړي او په راتلونکو بین الافغاني خبرو کې باید د ښځو ونډې ته پام وشي.

XS
SM
MD
LG