د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د ښځینه پولیسو د روزنې لومړنی مرکز


د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي د ښځینه پولیسو د روزنې د مرکز د جوړولو چارې به په اتلسو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې دغه مرکز به په یو کال کې د ۳۰۰ پولیسو د روزنې ظرفیت ولري.

د دغه مرکز د جوړولو تړون نن په کابل کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پولیسو یا یوروپول د چارواکو تر منځ لاسلیک شو.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ایوب سالنګي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دې مرکز په جوړولو سره به د ښځینه پولیسو په جلب او جذب کې زیاتوالی راشي او دغه راز په دې مرکز کې به ښځینه پولیسو ته بنسټیزې پوځي روزنې ورکړل شي.

ایوب سالنګي وویل "د دي تړون له مخې چې نن لاسلیک شو، د اروپايي ټولنې پولیس، د کورنیو چارو له وزارت سره د پوهنې او روزنې د عمومي قوماندانۍ د پروګرامونو په چوکاټ کې او د افغانستان د پولیسو اکاډمي په مشورو د ښځینه پولیسو په جذبولو او روزنه کې، د تعلیمي نصاب په جوړولو او تطبیقولو کې او د ښځینه پولیسو د روزنکو لپاره د تجهیزاتو په برابرولو کې له موږ سره هر اړخیزې مرستې کوي".

دغه راز غونډې ته د اروپا اتحادیې د پولیسو څانګې رئیس کارل اکه اوګی وویل "زه پوره ډاډمن یم چې ددغه مرکز جوړول به نه یوازې افغان ښځینه پولیسو لپاره ګټور وي‌، بلکې د سیمې او هیوادونو په کچه به ګټور وي چې افغان میرمنې د پولیسو د روزنې په برخه کې هم ګډون وکړي"

په همدې توګه د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي دا د هغو ښځو لپاره لومړنی ځانګړی او خپلواک روزنیز مرکز دی چې غواړي د پولیسو په لیکو دنده ترسره کړي.

د ښاغلي صدیقي پر وینا دا مرکز به په هره یو کلنه دوره کې ۳۰۰ پولیسې وروزي او په راتلونکو کلونو کې به په دې مرکز کې د لیسانس تر کچې ښځینه پولیسو ته روزنه ورکړل شي.

هغه وویل "موږ هڅه کوو چې دا انستیتیوت په رالتونکې کې د لسانس تر کچې لوړ کړو تر څو میرمنې درې یا څلور کاله د پولیسو په برخه کې روزنه ترلاسه کړي".

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخي اوسمهال په افغانستان کې د پولسو د روزنې ۱۳ مرکزونه شته چې میرمنې هم په دغو مرکزونو کې روزنه ترلاسه کوي.

اوسمهال په افغانستان کې د ښځینه وو پولیسو شمیر ۲۵۰۰ ته رسیږي چې ټاکل شوې دغه شمیره تر راتلونکو دوو کلونو ۵۰۰۰ ته لوړه شي.

د کورنیو چارو وزارت د بشري حقونو او د ښځو د چارو مسؤلې حکمتشاهي رسولي امریکا غږ ته وویل چې د جوړ شوي پلان له مخې به په لنډ مهال کې د ښځینو پولیسو شمیر ۵۰۰۰ او په اږدمهال کې به دغه شمیره ۱۰۰۰۰ ته لوړه کړي.

میرمن رسولي وویل "ټاکل شوې چې موږ د حمل تر میاشتې پورې ۴۰۰ نورې میرمنې هم جذب کړو البته دغه خویندې به موږ ترکیې هیواد ته د مسلکي زده کړو لپاره واستوو چې پروتوکل یې مخکې امضاء شوی دی".

د کورنیو چارو وزارت چارواکي د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو د کموالي لامل فرهنګي او ټولنیز حساسیتونه په ګوته کوي او زیاتوي چې د عامه پوهاوي نه شتون او دغه راز له ښځینه پولیسو سره د نارینه پولیسو ناسم چلند هم د دې لامل شوې چې د پولیسو په لیکو کې د ښځینه وو د ګډون بهیر له خنډ سره مخ شي.

خو دغه چارواکي وايي چې د پولیسو لیکو ته د میرمنو د جذبولو هڅې دوام لري چې د دې مرکز جوړول د همدې هڅو یوه برخه شمیرل کیږي.

XS
SM
MD
LG