د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: افغان میرمنې له ګواښ سره مخ دي

رپوټ: افغان میرمنې له ګواښ سره مخ دي
رپوټ: افغان میرمنې له ګواښ سره مخ دي

دوه مهمې بین المللی مؤسسی وايي، په افغانستان کې د ښځو حقوق له ګواښ سره مخامخ دي په داسی حال کې چې بین المللی عسکر له دغه جنګ ځپلي هیواد نه د وتلو تیاری نیسي.

د اکسفام او د یکشن ایډ مؤسسو چې مرکز یې په بریتانیا کې دی، په جلا جلا رپوټونو کې چې پرون د دوشنبی په ورځ خپاره شویدي، څرګندوی چې د یو دپاسه دوه زرم کال نه راپدې خوا د افغان ښځو په حقوقو کې ښه والی راغلی دی مګر وايي، دارنګه ښه والی نازک او د تغیر وړ دی.

د ۱۹۹۰ په لسیزه کې چې د طالبانو دوره وه، په افغانستان کې ښځو ته د کار کولو اجازه نه وه، ښونځیو ته نشوی تللی یا بې له محرم نه له کور نه نشوی وتلی.

اکسفام وايي، دطالبانو د دورې په مقایسه چې یوازې څو زره نجونې ښونځیو ته تللې اوس څه دپاسه دوه عشاریه اوه میلونه نجونې په ښونځیو کې دي.

د طالبانو له بیرته راتګ وېره

د ایکشن ایډ ډله وايي، کیدای شي چې د ښځو په حقوقو کې دارنګه اصلاحات ډیر ژر د سولې په بدل کې له منځه ولاړ شي. لویس هانکاک چې د اکسفام د رپوټ یو له لیکونکو څخه دی، پرون د دوشنبې په ورځ وویل، افغان ښځې ددې احساس نه کوي چې دوی به د طالبانو سره د پخلاینې په خبرو کې شامل شي چې خپل حقوق وژغوري.

د ایکشن ایډ مؤسسه له ښځو نه هم غواړي چې د لس کلن جنګ په سیاسي روغه جوړه کې نقش ولوبوي.

دغې مؤسسی له زرو افغان ښځو نه پوښتنې کړیدي چې اکثره یې د طالبانو بیرته د راتګ په باره کې اندیښنه لري.

ددغو ښځو دریمه برخه وايي، که خارجي قواوې ووځي نو په افغانستان کې به وضع خرابه شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG